تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین د پريګوژن د الوتکې غورځېدو په اړه چوپتیا ماته کړه او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي وښوده
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د لومړي ځل لپاره د رانسکورې شوې الوتکې چې يفګېني پرګوژين په کې سپور و په اړه خبرې وکړې او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.
ښاغلي پوتین وویل، "د الوتکې د غورځېدو پېښه چې چهارشنبې رامنځ ته شوې زه د پنجشنبې سهار پرې خبر شوم. "
ښاغلي پوتین د واګنر ډلې بنسټ اېښودونکی یو تکړه "سوداګر" وباله او ویې ویل چې د الوتکې د غورځېدو په اړه به پلټنې وشي، خو په وینا يې څېړنه به "ډېر وخت" ونیسي.
ولادمير پوتین وویل، "تر هغه چې زه معلومات لرم،" ښاغلي پريګوژن "پرون [چارشنبه] له افریقا بېرته راستون شوی و. هلته یې له ځینو چارواکو سره کتلي وو. "
په دې وروستیو ورځو کې داسې خبرونه خپاره شول چې د واګنر ډلې مشر په لوېدیځه افریقا کې دی، د لوېدیځ شنونکي په دې باور دي چې دا ډله هڅه کوي د نایجر په ګډون چې په دې وروستيو کې هلته کودتا هم وشوه غواړي نورو هیوادونو ته خپل نفوذ پراخ کړي.
د روسیې ولسمشر په خپله وینا کې ښاغلي پریګوژن ته درناوي وړاندې کړ او زياته يې کړه، "له اوږدې مودې راهيسې پريګوژن پېژنم. له ۱۹۹۰ لسيزې راهیسې."
د ولسمشر پوتین په وينا، لومړني معلومات ښیي چې په الوتکه کې د واګنر ډلې کارکوونکي سپاره وو. نوموړي زياته کړه، "زه غواړم ووايم دا هغه کسان دي چې په اوکرایین کې د 'نوي نازي رژیم' په وړاندې د مقاومت ګډ هدف کې يې مرسته کړې. "
د ښاغلي پریګوژن الوتکه تېره ورځ چارشنبې ولوېده، خو کرملین په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه او د هغه د مړينې په اړه يې لاتراوسه څه نه دي ويلي.
د روسیې د هوايي چلند چارواکو مخکې اعلان وکړ، په دغه شخصي الوتکه کې سپاره ټول ۱۰ کسان چې د کوزنکینو کلي ته څېرمه لوېدلې، وژل شوي او مړي یې موندلي دي.
د الوتکې د غورځېدو د علت په اړه لا هم ګنګوسې روانې دي.
دوه میاشتې وړاندې ښاغلي پريګوژن د کرملین پر وړاندې د یوه ناکام بغاوت مشري وکړه. هغه مهال د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دغه عمل "خیانت" بللی و او ویلي یې وو چې عاملین به یې سزا وويني.
د دوی هغه بغاوت بیا د یوه جوړجاړي له مخې له منځه لاړ چې واګنر وسله والو ته په روسي پوځونو کې د ګډون او یا بېلاروس ته د تلو اختیار ورکړل شو.
پریګوژین خپله هم منلې وه چې بېلاروس ته به ځي، خو په ظاهره داسې ښکاریده چې په روسیه کې ازادانه ګرځېد او په یوه ویډیويي کلیپ کې خو داسې حال کې هم ولیدل شو، چې په ظاهره افریقا کې ثبت شوې وه.
یوګیني پریګوژین په ۲۰۱۴ کال واګنر ملېشه جوړه کړه، چې اوس ۲۵ زره وسله وال لري. دا ملېشه په اوکرایین، سوریه او لوېدیځه افریقا کې فعاله وه او د زور او ظلم کیسې یې مشهورې شوې.