تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ افغانستان، شري لنکا ته د یو ورځنیو لړۍ درېیمه لوبه په ۷ وېکټو بایلوده
افغانستان د یو ورځنیو کرېکټ لوبو درېیمه او وروستۍ لوبه شري لنکا ته په ۷ وېکټو بایلوده. افغانستان په نننۍ سیالۍ کې له لومړۍ توپوهنې وروسته سیالې شري لنکایۍ لوبډلې ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په اوټېدو د ۲۶۷منډو هدف وټاکه.
شري لنکا لوبډلې بیا د درې وېکټو په زیان سره په داسې حال کې هدف ترلاسه کړ، چې ۸۸ توپونه یې لا پاتې وو.
له دې مخکې افغان لوبډلې ټول توپونه ونشوه لوبولی او ۴۸.۲ اورونو کې یې ټول لوبغاړي اوټ شول، دا پرلپسې دویم ځل دی چې افغان لوبغاړي له ټاکلو اورونو مخکې اوټېږي.
دا لوبه نن (د فبرورۍ ۱۴مه) د شري لنکا کينډي ښار پالیکلي لوبغالي کې وشوه، د یادې لوبې بچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په افغان لوبډله کې نن د نور احمد او ګلبدین نائیب پر ځای فرید احمد او شرف الدین اشرف لوبې ته غوره شوي وو.
نن د افغان لوبډلې د لوبې پیل او بیا د وېکټو ملګرتیا ډېره بده نه وه، که څه هم ډېره چټکه لوبه یې ونه کړه.
هغه مهال چې د افغانستان ټولې منډې ۳۹ وې، د پیل پیاوړی لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ چې د ډېرو منډو او ښې ملګرتیا تمه ترې کېږي، د منډې جوړولو پر مهال په ۱۳ منډو زر وسوځېد.
د افغان لوبډلمشر "شهیدي" پرلپسې ژر اوټېدل
په دې لوبه کې د افغان لوبډلې لږ تر لږه دوه لوبغاړو رحمت شاه زرمتي او عظمت الله عمرزي پنځوسیزې جوړې کړې خو لوبډلمشر حمشت الله شهیدي یو ځل بیا په منځ کې د لوبډلې ښه ملګرتیا ونشوه کړای.
هغه نن په پنځو منډو وسوځېد، دویمه لوبه کې یې نهه او لومړۍ هغه کې یې د شري لنکا خلاف اووه منډې کړې وې.
په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې رحمان الله ګوربز د افغانستان په ګټه ۴۸، رحمت شاه ۶۵، عظمت الله عمرزي ۵۴، اکرام علیخېل ۳۲ او محمد نبي چې په وروستیو کې یې د چټکې لوبې هڅه کوله په ۱۴ منډو کېچ اوټ شو. قیس احمد هم له یوې شپږیزې وروسته په بل بال کېچ اوټ شو.
له دې سره افغان لوبغاړي یو ځل بیا په وروستیو اورونو کې ښه لوبه ونشوه کړی چې سیالې لوبډلې ته یو ښه هدف وټاکي. په دې لوبغالي ۲۸۵ منډې ښې منډې بلل کېږي خو افغان لوبډله په ۲۶۶ منډو وسوځېده.
د شري لنکا خلاف لوبو وروسته محمد نبي د نړۍ غوره الراونډرانو نوملړ د سر ځای ونیو
د افغانستان محمد نبي عیسی خیل د یو ورځنیو سیالیو تر ټولو غوره الراونډر ځای ونیو، نوموړي د شري لنکا خلاف له ښو منډو جوړولو وروسته د بنګله دېش له شکیب الحسن دا ځای نیولی دی.
د دې تر څنګ نوموړی یواځینۍ لوبغاړی دی چې په دومره عمر کې د غوره الراونډر لوبغاړو د سر ځای نیسي.
شکیب الحسن له نږدې پنځو کالو راهیسې په پرلپسې ډول د نړۍ د غوره الراونډرانو په نوملړ کې اول و، خو تازه یې ځای محمد نبي ونیو، شکیب الحسن دا ځای له راشد خانه نیولی و خو اوس به دی په دویم مقام وي.
د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې شکیب الحسن دویم، د زېمبابوې سکندر رضا دریم او افغان نامتو لوبغاړی راشد خان په څلورم مقام راغلي دي.
محمد نبي دا مهال ۳۹ کاله عمر لري له ده مخکې د شري لنکا دلشان په ۳۸ کلنۍ کې د نړۍ د غوره لوبغاړي په لومړۍ درجه کې راغلی و.