تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: شري لنکا افغانستان ته د ۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه
افغانستان د کرېکټ نننۍ لوبه شري لنکا ته په ۴۲ منډو وبایلله، خو د افغانستان او شري لنکا تر منځ نننۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د افغان لوبغاړو محمد نبي او عظمت الله عمرزي خورا په زړه پورې لوبه وکړه.
دواړه لوبغاړي په داسې حال کې د لوبې لپاره د لوبې ډګر ته ووتل، چې افغانستان د ۵۵ منډو بدل کې پنځه وېکټې له لاسه ورکړې وې. دواړه افغان الروانډر بېټسمینان وتوانیدل خپلې سلیزې هم بشپړې کړې او دغه راز د ۱۳۶ منډو له جوړولو وروسته محمد نبي وسوځېد، خو دواړو لوبغاړو د ۲۴۲ منډو ملګرتیا بشپړه کړې وه.
د ننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د شري لنکا د پیل توپ وهونکو ښه لوبه پیل کړه او تر ۱۸۲ منډو یې ملګرتیا ته وساتله.
اوېشکا فېرنانډو ۸۸ منډې وکړې او د فرید احمد ملک په توپ د ابراهیم ځدراڼ لخوا کېچ شو. له هغه سره پوتام نیسانکا راوتلی و چې شري لنکا د توپوهنې پاڼۍ تر پایه ودرېد او ۲۱۰ منډې یې وکړې.
هغه د شري لنکا لومړنی لوبغاړی شو چې په یوه یو ورځنۍ لوبه کې دوه سلیزې کوي.
افغان توپ اچوونکو ۵۰ اورونو تر پایه یوازې ۲ نور شري لنکایي لوبغاړي وسوځولی شول او شري لنکا په دې توګه افغانستان ته د ۳ وېکټو په زیان د ۳۸۲ منډو ستر هدف کېښود.
اوس افغان لوبډله توپ وهنه کوي.
رحمان الله ګوربز چې له ابراهیم ځدراڼ سره د پیل توپوهنې ته راوتلی و، د پرامود مادوشان لخوا په یوه منډه وسوځېد.
افغانستان لپاره نن د حشمت الله شهیدي په مشرۍ لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګوربز، رحمت شاه، اکرام عليخېل، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک لوبېږي.
د دې لوبلړۍ راتلونکې لوبه یکشنبه (د فبرورۍ ۱۱مه) او درېیمه چارشنبه د (د فبرورۍ ۱۴مه) کېږي.
افغانستان او شري لنکا تر دې مخکې یوه ټېسټ لوبه هم درلوده چې شري لنکا په لسو وېکټو وګټله.
دواړه لوبډله د یو ورځنیو لوبو له لړۍ وروسته درې شل اوریزې لوبې هم کوي.