د هغه موټر څښتن جریمه شو، چې سپی یې د چلولو په حال کې لیدل شوی

    • Author, راب کامرون
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
موټر، سپي

د عکس سرچینه، POLICIA SR

سلواکیا کې پولیسو د یوه شخصي موټر څښتن له دې کبله جریمه کړی، چې سپی یې د روان موټر سټېرینګ یا جلو ته ناست لیدل شوی.

د سکوډا ډوله موټر چلوونکي په څوکۍ کې له دې ناست سپي یوې ترافیکي کمرې تصویر اخیستی و، چې وروسته پر خواله رسنۍ فېسبوک هم خپور شوی دی.

د موټر چلوونکی بیا ادعا کوي چې خړ رنګه ښکاري سپی یې هغه مهال ناڅاپه غېږ ته ولوېد چې ده موټر چلاوه.

خو د سلواکیا پلازمېنې براتیسلاوا په شمال ختیځ ستیروسي نومي کلي کې بیا ځايي ترافیکي چارواکي د موټر چلوونکي ادعا ناسمه بولي او په وینا یې د تصویر اخیستل کېدو پر مهال په موټر کې کوم ناڅاپي خوځښت نه دی لیدل شوی.

تر اوسه معلومه نه ده، چې جریمه چې د سپي پر ځای موټر چلوونکي ته ورکړل شوې، په ډېر سرعت د موټر چلولو له کبله ده او که په روان موټر کې د کورني حیوان خوندي نه ساتلو له کبله لګول شوې ده.

پولیسو له ځايي خلکو غوښتي چې په روانو موټرو کې خپل کورني حیوانات خوندي وساتي.

پولیسو په دې هکله یوه خبرداري کې ویلي: ''ان یو کوچنی حیوان په داسې حال کې چې تاسې موټر چلوئ، ستاسې روغتیا او ژوند له جدي خطر سره مخامخولای شي.''