بتنکورت مایرز لومړنۍ ښځه ده، چې شتمني یې له ۱۰۰ میلیاردو ډالرو واوښته

د خپرېدو وخت

د شتمنو خلکو یوې نوې درجه بندۍ له مخې د فرانسې لاوریل سینګار توکو شرکت وارثه فرانسوا بتنکورت مایرز لومړنۍ ښځه ده، چې د شتمنۍ کچه یې ۱۰۰ میلیاردو ډالرو ته ورسېده.

لوریل شرکت چې د اغلې مایرز نیکه تاسیس کړی و، په څو لسیزو کې د ونډو بازار کې په خورا چټکۍ سره مخ پر وده دی. د پنجشنبې پر ورځ د پاریس ونډو بازار کې د لاوریل شرکت د ونډو بیې ریکارډ لوړ کچ ته ورسېدې.

د دې شرکت پلور کچه د کورونا مخنیوي له قرنطین وروسته ځکه بېرته زیاته شوه، چې په قرنطین کې خلکو لږ سینګار توکي کارول. د بلومبرګ مجلې په درجه بندۍ کې د اغلې بتنکورت مایرز شتمني له ۱۰۰ میلیاردو ډالرو اوښتې او له همدې کبله نوموړې د نړۍ خورا شتمنو کسانو په کتار کې ۱۲م ځای لري.

خو دې سره هم د نوموړې او د دې د یوه بل هېوادوال برنارد ارنایولت تر منځ د ډېرې شتمنۍ له پلوه ډېر واټن دی، ځکه ښاغلی ارنایولت ۱۷۲ میلیارده ډالره شتمني لري او په دې لیست کې دویم ځای لري.

برنارد ارنایولت په نړۍ کې د تجمل توکو تر ټولو ستر شرکت ایل وې ایم ایچ څښتن دی، چې فیندي او لوئس فیوتون په ګډون خورا ګران بیه برانډونه لري.

لاوریل سملاسي په دې هکله د بي بي سي پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. ۷۰ کلنه بتنکورت مایرز د لاوریل شرکت د بورډ مرستیاله مشره ده. دا او کورنۍ یې د شرکت د ونډو تر ټولو ستر څښتنان دي، چې برخه یې ۳۵ سلنې ته رسېږي.

اغلې بتنکورت مایرز په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې مور لیلیانې بتنکورت له مړینې وروسته د لاوریل شرکت وارثه او د کورنۍ د ونډې څښتنه شوه.

لیلیانې بتنکورت پرلپسې د فرانسې تر ټولو شتمنه ښځه بلل کېده او تل یې له فرانسوي مشرانو او رسنیو سره ښه اړیکي درلودل.