تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندي چارواکي وايي یو سړی ډیلي کې د تېرې اوونۍ موټربم چاودنې په تړاو نیول شوی
هند کې چارواکي وايي په نوي ډیلي کې یې د تېرې اوونۍ له خونړي موټربم برید سره په تړاو یې یو کس نیولی دی.
د هند د څېړنو ملي اژانس (اېنایاې) ویلي، په برید کې کارېدلی موټر د نیول شوي مشکوک سړي په نوم ثبت و.
هندي چارواکو دا سړی پر ځانمرګي برید له تورن شوي کس سره دسیسه کې ښکېل بللی.
چارواکو ویلي دا مشکوک کس د هند تر ادارې لاندې کشمیر اوسېدونکی دی.
اېنایاې ویلي، یو بل موټر یې هم چې ظاهرآ له بریدګر سره تړاو لري، نیولی دی. دې ادارې تر دې دمه چاودنه کې د څو ټپي شویو کسانو په ګډون له ۷۳ تنو تحقیقات کړي.
د نوي ډیلي تاریخي سرېکلا ته څېرمه د مېټرو له تمځای سره نږدې موټربم چاودنې ۸ کسان وژلي او له ۲۰ زيات ټپيان شوي وو.
له ۲۰۱۱ کال راهیسې په ډیلي کې دومره درنه او خونړۍ چاودنه نه وه شوې.
سره کلا ۱۷مه پېړۍ کې د مغلو واکمنۍ پر مهال جوړه شوې او لیدو ته یې هره ورځ زرګونه سیلانیان ورځي.
د ډېلي پوليسو يوه مشر ستېش ګولچا له چاودنې وروسته خبريالانو ته ويلي وو، "چاودونه په يوه ورو روان موټر کې شوې چې سپرلۍ په کې وې. د چاودنې له کبله نورو موټرو هم اور اخیستی و."
د عدلي طب يو چارواکي محمد وحيد خبريالانو ته ويلي، "د پېښې له ځايه ټولې راټولې شوې بېلګې لابراتوار ته لېږل شوې دي. له ازموينو وروسته به پايلې ته ورسېږو".
د هند خبري اژانس (اېاېنای) ته د سیمې یوه دوکاندار ویلي، "زه په خپل دوکان کې ناست وم چې چاودنه وشوه. غږ یې ډېر لوړ و. مخکې مې هېڅکله داسې غږ نه و اورېدلی."
دغه اژانس د هټيوال نوم نه دی یاد کړی خو د ده له خولې یې ویلي چې، "زه له خپلې څوکۍ راپرېوتم. بیا له دوکانه ووتلم او منډه مې کړه ځکه چې زما شاوخوا خلکو هم منډې وهلې."