افغانستان کې د غنمو حاصلات ډېر شوي: لامل یې څه او راتلونکې یې څنګه ده؟

غنم

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، کابل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

افغانستان کې شمېرې ښيي چې سږنی کال د غنمو حاصلات د تېر پرتله ښه دي. د دغه هېواد شمېرو او معلوماتو اداره، اېنسيا، وايي سږنی لمريز کال د غنمو حاصلات له څلورعشاریه اعشاریه اته ميليون مټرېک ټنو اوښتي، چې د تېر کال پرتله ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي.

دغه اداره وايي افغانستان کې له ۱۲ ميليون هکتارو پر زياته ځمکه غنم کرل شوي وو. د غنمو حاصلاتو کې دا زیاتوالی، د هوا له غوره حالاتو سره تړلی، په تېره بيا د موسمي ورښتونو رول په کې مهم بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو خوړو نړيوال پروګرام هم وايي د افغانستان ۳۲ ولايتونو کې یې د غنمو تخم وېشلو پروژه پلې کړې او ۲۸۰ زره کورنيو ته یې د غنمو کرنې کڅوړې برابرې کړې دي.

افغانستان لا هم په دوديز ډول د خوړو خونديتابه په تړاو تر ډېره د غنمو پر حاصلاتو تکيه کوي. دغه هېواد اوس هم د خپلې کورنۍ اړتيا پوره کولو لپاره نږدې اووه ميليون مېټرېک ټنو غنمو ته اړتيا لري.

د نړيوالو مرستندويه ټولنو په وينا د خوړو ناامني او روان بشري کړکېچ لا هم د دغه هېواد پر وړاندې جدي ننګونې ګڼل کېږي.

کابل سېلو

د کابل مرکزي سیلو ته له پروان ولایته را رسېدلي غنم تشېږي. دلته د رسېدلو غنمو یوه برخه اوړه او پخېږي. څه ترې بازار ته عرضه او پاتې ساتل کېږي.

د افغانستان په بازارونو کې د اوړو یوه برخه د افغانستان خپل محصولات او نور د قزاقستان په ګډون له نورو هېوادونو واردېږي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو اداره وايي په روان کرنیز موسم کې په ۱۲ اعشاریه دوه میلیون هکټار ځمکه کې غنم کرل شوي.

د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافع وايي، سږکال په کابو ۷۰ سلنه کرنیزه ځمکه کې غنم کرل شوي دي. د احصایې اداره وايي په هغو ولایتونو کې چې پخوا به یې تر ډېره کوکنار کړل اوس غنم کرل شوي خو له دې سره سره، بیا هم د افغانستان په بازارونو کې اوړو ته اړتیا نه رفع کېږي.

د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې شاوخوا اووه میلیون مېټرېک ټن غمنو ته اړتیا لري. یعنې له اوسنيو حاصلاتو سره سره، بیا هم د کابو دوو میلیون مېټرېک ټنو غنمو کمی دی.

کابل اوړه

په افغانستان کې سیلوګانو له پخوا راهیسې د اوړو او ډوډۍ د بیو په ثبات کې ونډه درلودلې. ځینې یې اوس فعاله دي، خو ظرفیت یې ټیټ دی.

د طالبانو په حکومت کې د افغانستان د سیلوګانو عمومي مشر مولوي نصرالله منصور وايي یو میلیارد افغانۍ دې ته ځانګړې شوې چې له افغان بزګرانو پرې غنم وپېرل شي.

په افغانستان کې د اوړو کمښت له نورو هېوادونو په وارداتو پوره کېږي او د طالبانو حکومت له سوداګرو غواړي چې برخه په کې واخلي.

یوه بېلګه یې تېره اوونۍ د قزاقستان په الماتا ښار کې د اوړو قرارداد دی چې د سوداګریز فورم په ترڅ کې د افغان او قزاقي شرکتونو ترمنځ د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت لاسلیک شو.

څه موده وړاندې د طالبانو حکومت پر واردېدونکو اوړو ګمرکي تعرفه له پنځو، لس سلنې ته لوړه کړه. د مالیې وزارت وايي غواړي د کورنیو تولیداتو ملا وتړي.

خو که په کور دننه حاصلات ټوله اړتیا نه شي رفع کولی، او بهرنیو اوړو ته اړتیا وي، نو د لوړې تعرفې فشار د عامو خلکو پر اوږو بارېږي.