افغانستان کې د تقاعد نه ورکړې ځینې ماموران وچې ډوډۍ ته کېنولي

د عکس سرچینه، Social Media
- Author, سید انور
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د طالبانو د حکومت لخوا د تقاعد نه ورکولو له کبله شاوخوا یو سل او اتیا زره متقاعد ملکي او نظامي مامورین له اقتصادي پلوه د بي وزلۍ تر ټولو بد وضعیت کې دي .
یو شمېر متقاعدینو بي بي سي ته ویلي، چې تقاعد د دوی د کورنیو یوازېنی عاید و، ځکه نو اوس دوی په خورا کمزوري اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او کله ناکله یې د کورنۍ غړي او ماشومان له لوږې ویدېږي.
د یو شمېر ملکي او نظامي مامورینو د ژوند کیسې چې تقاعد یې د ژوند د لګښتونو د پوره کولو یوازېنۍ سرچینه وه، خورا ټکان ورکوونکې دي او وايي، چې ډېر کله د خوړلو لپاره په وچه ډوډۍ بسنه کوي.
په تېرو دوو کلونو کې متقاعدین په پرله پسې توګه د تقاعد حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست مخته راغونډ شوي، چې خپل حق ترلاسه کړي. هغه حق چې د ماموريت پر مهال به يې له معاش نه د دولت خزانې ته تله .
افندي سنګر، د متقاعدینو د یوې شورا مشر، چې د خپل حق ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، بي بي سي ته وویل، په کابل او ولایتونو کې له مېشتو متقاعدینو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې دی او د ده په وینا د متقاعدینو ډېری یې د ژوند په خورا بد حالت کې دي:
"له معاش پرته ژوند ډېر ستونزمن دی، سوړ ژمی او روژه په سخته تېره شوه، اختر خو له لویه سره موږ نه درلود، ځکه اختر په پیسو، مېوه او کالیو کېږي".
د طالبانو د حکومت د وزیرانو شورا کابو اته میاشتې وړاندې د تقاعد د ورکړي لپاره یو لنډ مهال طرحه جوړه او تقاعد شوو مامورینو ته د معاش ورکولو لپاره ۴ میلیارډ افغانۍ بودیجه هم بېله کړه، یاده طرحه د تایید لپاره کندهار ته ولیږل شوه، چې ددغې ډلي مشر ملا هبت الله اخوندزاده یې تائید کړي، خو برخلیک یې لا هم نه دی معلوم.
له ښاغلي سنګر څخه مو وپوښتل چې د معاشونو د ورکړې په اړه د طالبانو وروستی ځواب څه دی؟
"هر مشرتابه ته، چې موږ ورغلي یو هغوی راته وایي تقاعد ستاسو حق دی او باید تاسو ته درکړل شي، بل دا چې د تقاعد غوښتنه ناقانونه نه ده دا زموږ حق دی، چې موږ یې غوښتنه کوو".

په دې وروستيو کې د طالبانو د حکومت د وزيرانو شورا يوه نوې طرحه تصويب او په کې ویل شوې، چې د تقاعد او معلوليت حقونه معاش نه ګڼل کېږي او متقاعد کارمندان چې د کار کولو وړتيا لري په قراردادي او معلول وګړي په رسمي توګه په ادارو کې ګمارل کېږي.
دې پریکړې د متقاعدینو اندېښنې نورې هم زیاتې کړې او داسې انګیرنې یې رامنځته کړې چې ګواکې تقاعد به نور نه ورکول کېږي.
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل دغو اندېښنو ته په ځواب کې وویل چې دوی لا هم د رهبرۍ له لوري د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې د طرحې تصویب ته انتظار باسي، خو نوموړي د کابینۍ وروستۍ پریکړه د هغو متقاعدینو په ګټه وبلل، چې د کار وړتیا او ځواک لري .
"تاسو وګورئ، په نظام کې اصول دا دي چې یو کس نشي کولای پر یوه وخت له دولت نه دوه معاش ترلاسه کړي. د کابينې د وروستۍ پرېکړې له مخې، هغه متقاعدین او معلول کسان چې په دولتي ادارو کې د کار کولو وړتيا لري، کار کولى شي. که د تقاعد پلان د مشرتابه لخوا تصویب شي، هغه به تقاعد او معاش دواړه ترلاسه کړي او په ورته وخت کې به د کار کولو حق هم لري، دا پرېکړه د رحم او شفقت پر بنسټ شوې ده."
د جمهوري ریاست پر مهال، د دولت د ملکي او نظامي ادارو متقاعد مامورینو لږ تر لږه ۲۰۰۰ او تر ټولو لوړ ۵۰۰۰۰ افغانۍ میاشتنی تقاعد ترلاسه کاوه او د دې عاید له مخې یې د ژوند لګښتونه تنظیمول، خو نژدې دوه کاله کېږي چې لاسونه او جیبونه یې تش دي.
په داسې حال کې چې د تقاعد شویو کسانو د معاشونو د ورکړې طرحه د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د دیني عالمانو له خوا تر بشپړېدو وروسته د طالبانو د حکومت د کابینې له خوا له څو میاشتو غور وروسته تصویب شوه، خو دا چې ولي تر اوسه دغه طرحه د طالبانو د مشرتابه له خوا نه ده تائید شوې په اړه یې طالب چارواکي نه غږېږي، خو متقاعدین وايي، که دا وضعیت دوام وکړي، شاوخوا یو سل او اتیا زره ملکي او نظامي متقاعد مامورین به له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ شي .





















