ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو دویمه غونډه جوړوي

د عکس سرچینه، UN
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیاله سټېفني ټرمبلې وايي، د ملګرو ملتونو سرمنشي په پام کې لري، چې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو دویمه غونډه په یوه مناسب وخت کې جوړه کړي.
نوموړې په خپل خبري کنفرانس کې وویل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې کار کوونکی فریدون سینیوراوغلي دنده د فبرورۍ میاشتې تر پایه غځول شوې ده، چې یادې غونډې ته چمتوالی ونیسي.
ښاغلې ټرمبلي وویل، چې د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشره روزا اوتونبایوا به د یوناما د ورځنیو چارو مشرۍ ته دوام ورکړي.
تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځلسو دايمي او غیر دايمي غړو د رایو په اکثریت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د "تعامل" د څرنګوالي په اړه پرېکړهلیک تصویب کړ.
دا پرېکړهلیک د ۱۳ مثبتو رایو په پایله کې تصویب شو خو روسیې او چين خپله رایه ونه کاروله.
هغه مهال ملګرو ملتونو پرخپله اېکس پاڼه لیکلي و، "د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې په ترڅ کې پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې دغه هیواد ته د ورپیښو ننګونو د حل لپاره د نړیوالو ورښکېلولو په اړه سپارښتنې وړاندې شوې."

د عکس سرچینه، UN
دا پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو عمومي منشي له لوري د ارزونکي فریدون سینیوراوغلي له لوري د هغې مستقلې ارزونې وړاندیزونو په چوکاټ کې چمتو شوی و، چې نوموړي له طالبانو او افغان سیاسیونو سره له څو میاشتو سلا مشورو وروسته د تېر اکتوبر پر اتمه امنیت شورا ته وړاندې کړي و.
د ښاغلي سینرولي اوغلو په وړاندیزونو کې یوه داسې "لار نقشه" هم شامله وه، چې په ترڅ کې یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د سیاسي مشارکت په موخه په نړيواله ټولنه کې په "بشپړ ډول ور ادغام" شي. هغه وړاندیز چې د طالبانو مخالفو سیاسي ډلو له سختو نیوکو سره مخ شو.
په دغه رپوټ کې همدا راز سپارښتنه شوې وه، چې په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو یوه ډله او د ملګرو ملتونو یو ځانګړی استازی دې وټاکل شي، چې په ګډه د بین الافغاني خبرو لپاره لار برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په کوربه توب د هېوادونو د ځانګړيو استازو لومړۍ دوه ورځنۍ غونډه د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې په لومړۍ نېټه د قطر په دوحه کې ترسره شوه.





















