نتنیاهو: د ایران دفاعي او توغندیزو وړتیاوو ته مو ټینګ ګوزار ورکړی

نتن یاهو

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د هېواد هوايي‌ بریدونو یې د ایران دفاعي او توغندیزو وړتیاوو ته سخت زیانونه رسولي او ټولو موخو ته رسېدلي دي.

نتنیاهو د ایران خلکو ته وینا کې ویلي، چې د اسرائیلو جګړه له دوی سره نه ده.

بله خوا وړاندې دا یران مذهبي مشر ایت‌الله خامنه يي پر ایران له برید وروسته لومړنۍ وینا کې ویلي: "دوه شپې وړاندې د صهیونیستي رژیم شرارت باید نه ډېر لوی او نه هم کوچنی وګڼل شي."

ښاغلي خامنه يي‌دا هم ویلي چې "باید دوښمن ته د ایران توان، وړتیا او زموږ د ملت نوښت او اراده ور وښودل شي."

لبنان کې ۴ اسرائیلي سرتېري وژل شوي؛ خامنه يي: پر ایران د اسرائیلو برید باید ډېر غټ او یا کم ونه ښودل شي

له منځني ختیځه وروستي رپوټونه وایي، د لبنان په سوېل کې څلور اسرائیليان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ لخوا د دغه خبر له تائید وروسته له هغه مهال راهیسې چې اسرائیلو پر لبنان ځمکني عملیات پیل کړي د وژل شویو اسرائیلو سرتېرو شمېر ۳۶ تنو ته ورسېد.

لبنان

د عکس سرچینه، EPA

ویل کېږي له ۱۴ ټپي سرتېرو د پنځو هغو روغتیايي وضعیت نازک دی، په همدې مهال په دې نښته کې د حزب الله د دریو غړو د وژل کېدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.

اخوا د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه پر دغه هېواد د اسرائیلو له برید وروسته په لومړي ځل ډاګیزه څرګندونې کړې دي.

ښاغلي خامنه ای ویلي "د صهیونیستي رژیم د دوه شپو مخکې شیطاني عمل باید ډېر غټ یا وړوکی ونه ښودل شي."

ایران کې حکومت اسرائیلو ته د (صهیونیستي رژیم) نوم کاروي.

په دغې وینا کې د ایران مذهبي مشر ویلي "د امنیت د ټیګښت لاره قدرت دی او ایران کولی شي له خپل ځانه ښه دفاع وکړي."

هغه همدا راز ویلي چې د خلکو رواني امنیت باید ګډوډ نه شي.

پر ایران د اسرائیلو د برید وروسته حال

د ایران د مذهبي مشر د لومړي غبرګون سره هممهاله ایران د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو سرتېرو شمېر اعلان کړی.

ايران په رسمي ډول نن (یکشنبه) اعلان وکړ، چې د اسرائيلو په هوايي بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر څلورو تنو ته رسېدلی دی.

د ايران پوځ وايي، د دغه بريد په پايله کې، دوه سرتېرو چې پیل کې ټپیان شوي وو هم ساه ورکړې.

مخکې ايران ویلي و، چې په دغو بریدونو کې یې دوه عسکر وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د شنبې په ګهیځ‌ نژدې دوه بجې د تهران بېلابېلو برخو کې د چاودنو او هوايي دفاع فعالیتونو رپوټونه ورکړل شول او لږ وروسته د اسرائیلو پوځ په ایران کې پر پوځي هدفونو د برید اعلان وکړ.‌

د ایران د هوايي دفاع قرارګاه هم ومنله چې په تهران، ایلام او خوزستان کې پر اهدافو بریدونه شوي خو ویې ویل چې ډېر زیان یې نه دی اړولی.

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (ای‌ډي‌اېف) ویلي، دا بریدونه یې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د ایران لخوا پر اسرائیل د بالیستیک توغندیو د برید په ځواب کې وکړل.

پر یوه بل د دغو دوه هېوادونو ورته بریدونو په منځني ختیځ کې د جګړې ویره لا خپره کړې، خو اوس د جګړې کمېدو یا پراخېدو ډېرې سترګې د ایران ځواب ته دي او دا په دې پورې اړه لري چې دایران لوی مشر ایت الله خامنه ای او د ده سلاکاران د راتلونکي په اړه څه پرېکړه کوي.

د ټولو غوراویو تر منځ یو دا دی چې ایران د غچ په توګه بیا په اسرائیلو توغندي وتوغوي، خو په دې صورت کې اسرائیل هم خبرداری ورکړی چې غلي به پاتې نشي او د هر برید غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي.

بله لار دا یادېږي چې دواړه هېوادونه پر یوه بل ډېر ویجاړونکي بریدونه ونه کړي، خو که ایران اوس بل ځوابي برید نه کوي بیا پرې د کمزورۍ فکر کېږي او تحلیل به دا وي چې ایران له اسرائیلو او امریکا ډارېږي.

له دې ټولو غوراویو سره اټکل دی، چې د ایران مذهبي رهبر او نور مشران به هغه پرېکړي کوي چې له کبله یې 'د اسلامي حکومت بقا ته کومه خطره نه وي.ٰ