ټرمپ وايي‌ د روسیې پرتله له اوکرایین سره معامله ډېره ګرانه ده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د مسکو او کیېف ترمنځ د سولې خبرو د منځګړیتوب په هڅو کې "د روسیې پرتله له اوکرایین سره معامله ډېره ستونزمنه" ده.

ټرمپ د جمعې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، امریکا "له روسیې سره ډېره ښه پر مخ ځي" او دا چې ښايي د کیېف پرتله "له مسکو سره معامله اسانه وي."

دا په داسې حال کې ده چې هغه تر دې څو ساعته ورمخکې ویلي وو، پر دې کلک غور کوي چې پر روسیې باندې له اوکرایین سره د اوربند یوې هوکړې ته تر رسېدو پورې د لویې کچې بندیزونه او تعرفې ولګوي.

هممهاله د فضايي ټېکنالوژۍ شرکت مکسار بي‌بي‌سي ته ویلي، چې امریکا د سپوږمکۍ ځینو انځورونو ته د اوکرایین لاسرسی په موقت ډول ځنډولی دی. د یادونې ده چې ټرمپ لا دمخه دغه هېواد سره پوځي مرستې هم درولې دي.

دا ګام په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ د لیدنې پر مهال له کمسارو ناندریو یوه اونۍ وروسته اخیستل شوی.

د ټرمپ ادارې له هغې لیدنې وروسته له کیېف سره د امریکا ټولې پوځي مرستې او د استخباراتي اطلاعاتو شریکول وځنډول.

بلخوا روسیې بیا د پنجشنبې پر شپه د اوکرایین د انرژۍ پر زیربناوو د توغندیو او ډرونونو پراخ برید ترسره کړ.

د ټرمپ لخوا پر روسیې د لا زیاتو بندیزنو د لګولو ګواښ هم ظاهرآ همدغه برید ته غبرګون و.

د یادونې ده چې روسیه لا له مخکې تر ګڼو بندیزونو لاندې ده.

ټرمپ وویل د نویو تعرفو په اړه غور کوي ځکه د ده په وینا "روسیه حاضر مهاله اوکرایین ته د جګړې په ډګر کې درانه ګوزارونه ورکوي".

خو هغه له دغو څرګندونو څو ساعتونه وروسته وویل، چې که د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ځای هر څوک وای همداسې عمل یې کاوه.

هغه زیاته کړه: "فکر کوم هغه [اوکرایین] ته تر پخوا سخت ګوزارونه ورکوي... زما په فکر که په دې موقف کې هر څوک وای، اوس به یې همدا کار کاوه. "

ټرمپ وايي، دی باور لري چې پوتین غواړي جګړه پای ته ورسوي، خو د اوکرایین په اړه دا خبره نه شي کولی.

د امریکا له ولسمشر چې کله وپوښتل شول چې ولې یې له کیېف ته مرستې بندې کړې،‌ نوموړي وویل: "زه غواړم پوه شم چې دوی [اوکرایین] روغه غواړي – نه پوهېږم چې دوی دې حل غواړي."

له پوتین سره د ټرمپ مستقیمې ډیپلوماسۍ د ناټو متحدان حیران کړي، ځکه چې دوی د روسیې لخوا پر اوکرایین د پراخې کچې له یرغل راهیسې له مسکو سره اړیکې پرې کړې دي.

د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ د لفظي شخړې په تعقیب د امریکا لخوا له اوکرایین سره د پوځي مرستو او استخباراتي مالوماتو له ځنډول کېدو وروسته، په تېرو دوو ورځو کې د کیېف په تړاو د ټرمپ ادارې د بهرني سیاست د ډلې ژبه یو څه نرمه او د پخلاینې ښکاري.

امریکایان غواړي چې زېلېنسکي یو داسې تړون لاسلیک کړي چې دوی ته د اوکرایین په کانونو کې لویه ونډه ورکړي او له مسکو سره چټک اوربند ته غاړه کېږدي.

خو زېلېنسکي د تړون د یوې برخې په توګه، کیېف لپاره پر پیاوړو امنیتي تضمینونو ټینګار کوي.

ټرمپ د جمعې پر ورځ خبرو کې وویل، د داسې امنیتي تضمین په اړه بحث وروسته کېدی شي او اسانه به وي.

د سپوږمکیو تصویرونه ولې مهم دي؟

د فضا ټېکنالوژۍ مکسار شرکت د جمعې پر ورځ بي‌بي‌سي ته تایید کړه، چې متحدو ایالتونو د دغه هېواد د سپوږمکیو د لوړ کیفیت عکسونو ته د اوکرایین لاسرسی په موقت ډول ځنډولی دی.

د سپوږمکۍ انځورونه د جګړې جریان کې یوه مهمه وسیله ده، ځکه ځواکونو ته دا وړتیا وربښي چې د خپلو سیالانو په اړه مالومات راټول کړي.

مکسار شرکت، چې مرکز یې په امریکا دی، بېلابېلو هېوادونو او شرکتونو سره هغوی ته د سپوږمکۍ عکسونو د چمتو کولو تړونونه لري.

په دوی کې (GEGD) پروګرام هم دی چې کاروونکو ته د امریکا د حکومت لخوا راټولو شویو د لوړ کیفیت عکسونو ته لاسرسی ورکوي.

مکسار بي‌بي‌سي ته وویل: "د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې په GEGD مې د اوکرایین حسابونه په موقت ډول وځنډوي... هر پېرودونکی دا پرېکړه پخپله کوي چې دغه مالومات څنګه کاروي او شریکوي."

د ټرمپ د حکومت جګپوړي چارواکي به راتلونکې اونۍ سعودي ته سفر وکړي چې د زېلېنسکي له ټیم سره وګوري. دا په داسې حال کې ده چې د اوکرایین پر ولسمشر د ټرمپ غوښتنو ته د غاړې ایښودلو لپاره فشارونه په زیاتېدو دي.

زېلېنسکي ویلي، دی هیله‌من دی چې دا خبرې به رغنده او مانا لرونکې وي. هغه د جمعې پر ورځ وویل هېواد ېې"هر څومره ژر چې ممکن وي، سولې ته چمتو دی" او دا چې د هغې ترلاسه کولو لپاره یې "پاخه ګامونه" وړاندیز کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: "هره ورځ، د روسیې نوي بریدونه او واقعیت پخپله دا ثابتوي چې روسیه باید سولې ته اړیستل شي. "

زېلېنسکي له ټرمپ سره تر برملا شخړې په راوروسته ورځو کې خواشینې ښودلې او له متحدو ایالتونو سره یې د اړیکو رغولو لپاره هڅې کړې.

د پنجشنبې پر ورځ د امریکا ځانګړي استازي سټېف ویټکوف وویل، ټرمپ له زېلېنسکي یو لیک ترلاسه کړی چې د "بښنې" او "مننې" احساس پکې نغښتی و.

هغه زیاته کړه: "هیله ده چې موږ له اوکراینیانو سره شیان بېرته پر مسیر برابر کړو، او هر څه بېرته پیل شي."

بلخوا په داسې حال کې چې اروپایي مشران د ډېرو لوړو پوځي لګښتونو پلانونه پرمخ وړي،‌ د بریتانیا چارواکو ویلي، شاوخوا ۲۰ هېوادونه له اوکرایین سره مرستې لپاره د "لېوالو اېتلاف" سره یو ځای کېدو ته لېوالتیا ښودلې.

اوکرایین کې بیا د جمعې پر ورځ هم جګړې دوام درلود او د ځايي چارواکو په وینا ډونیڅک سیمه کې پنځه کسان د روسي سرتېرو لخوا ووژل شول.