تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زېلېنسکي: امریکا او اوکرایین به راتلونکې اونۍ د سولې پر پلانونو خبرې وکړي
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي، د امریکا او اوکرایین چارواکي به راتلونکې اوونۍ سعودي عربستان کې سره وګوري او د سولې پر پلانونو به خبرې وکړي.
زېلېنسکي د خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي: "راتلونکې اوونۍ زه د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده سره پلان شوې لیدنه لرم. تر هغې وروسته به زما ټیم په سعودي کې پاتې شي چې زموږ له امریکايي شریکانو سره کار وکړي."
هغه تمه ښودلې چې "ژر" او "اوږدمهاله" سولې ته رسېدو لپاره به یې له ټرمپ سره ګډې هڅې "رغنده" پایلې ولري.
سعودي ته د اوکرایین د ولسمشرسفر اصلآ تېره میاشت پلان شوی و، خو د فبرورۍ ۱۸مه په ریاض کې د امریکا او روسیې ترمنځ د لوړې کچې خبرو له کبله وځنډېد. کیېف دغو خبرو ته نه و وربلل شوی.
تر دې ورمخکې منځني ختیځ لپاره د ټرمپ استازي سټېف ویټکوف هم هیله ښودلې وه، چې د امریکا او اوکرایین ترمنځ به چارې بېرته سمې شي.
هغه سعودي کې د "سولې چوکاټ" په هکله د خبرو په تړاو ویلي و، هیلهمن دی چې له اوکرایینیانو سره چارې پر لاره برابرې او "هر څه" بېرته پیل شي.
د یادونې ده چې د امریکا حکومت د ډونلډ ټرمپ او ولودیمیر زېلېنسکي ترمنځ تېره اوونۍ سپینه ماڼۍ کې د کمرو مخې ته له ناندریو وروسته کیېف سره لومړی پوځي مرستې او ورپسې د استخباراتي مالوماتو شریکول وځنډول.
د اوکرایین دفاع وزیر روستم عمروف پنجشنبه برلین کې ویلي، دوی هڅه کوي چې استخباراتي مالوماتو ته بدیل پیدا کړي.
هغه زیاته کړې، "موږ تر اوسه دا جزییات نه دي ترلاسه کړي چې [د استخباراتي مالوماتو شریکول] به څنګه محدود شي، خو وار له مخه مو پر بدیل کار پیل کړی دی."
د اوکرایین دفاع وزیر په دې اړه نور جزییات ور نه کړل.
ټرمپ وايي فکر کوي اوکرایین سوله غواړي
هممهاله د امریکا ولسمشر ویلي، دی فکر کوي چې اوکرایین او روسیه دواړه سوله غواړي.
نوموړي په خپل کاري دفتر کې رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې، چې کیېف او مسکو ځکه سوله غواړي چې بل انتخاب نه لري.
ټرمپ د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې دا هم منلې چې سعودي ته د تګ پلان لري خو له ولادیمیر پوتین سره د لیدنې په تړاو څه نه شي ویلی.
د امریکا ولسمشر د خپل فرانسوي سیال ایمانیول مکرون د دې څرګندونو په تړاو چې خپل اروپايي متحدان به تر اټومي پوښښ لاندې خوندي کړي ویلي، دی د غیر هستوي کېدو پلوی دی.
هغه وویل "موږ په تېرو دوو ورځو کې له اوکرایین سره ډېر پرمختګ کړی، او له روسیې سره مو هم ډېر پرمختګ کړی، غوره به وي چې دا هر څه پای ته ورسوو، نو د اټوم په اړه باید په دې ډول ونه غږېږو."
د امریکا ولسمشر د اروپايي متحدانو په اړه خپل دا دریځ هم تکرار کړی چې که د ناټو په اډانه کې پوځي لګښتونه ډېر نه کړي، نو دی به یې دفاع ونه کړي.
د یادونې ده چې مسکو هم د مکرون دغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی. د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف ویلي، دوی دا خپل هېواد ته اټومي ګواښ ګڼي.
هغه زیاته کړې چې په اوکرایین کې به د ناټو د غړو هېوادونو پوځي حضور د روسیې خلاف جګړه کې د دغه سازمان د ښکاره، رسمي او مستقیم شراکت په مانا وي.