تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نېکلاسن: د افغانستان انزوا نه غواړو؛ د طالبانو بندیزونه اړمن افغانان زیانمنوي
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نېکلاسن ویلي په غیردولتي ادارو کې د افغان ښځو پر کار د طالبانو بندیز افغانستان کې تر ټولو اړمنو خلکو ته زیان رسوي.
هغه پاکستان ته د درې ورځنی سفر پای کې پر خپل ټویټر لیکلي چې پر دې او د افغانستان اړوند نورو موضوعاتو یې له پاکستاني چارواکو، سیاسونو، شنونکو، دیپلوماتانو او ژورنالیستانو سره خبرې کړي.
ښاغلی نېکلاسن ويلي په غیر دولتي ادارو کې د افغان ښځو پر کار د طالبانو بندیز بشري مرستو ته د میلیونونو اړمنو افغانانو د لاسرسي مخه نیسي.
هغه لیکلي چې "د طالبانو بندیز به په دې تر ټولو ممکن بد وخت کې اړمن افغانان، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، وځپي."
نوموړي ویلي چې پاکستاني چارواکو سره افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر اړتیا او د بشري حقونو او ازادیو پر خوندیتوب هم غږېدلی.
د یادونې ده چې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي توماس وېسټ هم تېرو ورځو کې پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د فرمانونو پر اغېزو غږېدلی و.
طالبانو، چې په دې وروستیو کې یې افغان ښځې موسسو او غیر دولتي ادارو کې له کار راګرځولې، تر اوسه افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د دوی استدلال دا دی چې ګوندې ښځو دغو ادارو کې د کار پر مهال د حجاب اصول نه مراعتول.
افغانستان کې اوس د غیر دولتي ادارو او موسسو چارې تر ډېره میلیونونو اړمنو خلکو ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په رسولو متمرکزې دي.
دغه ادارې وايي د افغان ښځو له همکارۍ پرته فعالیت نشي کولی.
ملګري ملتونه او مرستندویه سازمانونو اندېښنه ښيي چې د طالبانو بندیزونه د میلیونونو خلکو ژوند خطر ته ورکوي.
د طالبانو حکومت بیا وايي ښځو ته د شرعي اصولو چوکاټ کې د کار زمینې پر برابرولو بوخت دي.
دوی ښځو ته وار له مخه د روغتیا او پوهنې برخو کې چې اړتیا ورته ډېره او جدي ده، غیر دولتي ادارو سره د کار اجازه هم ورکړې.
د ښځو پر کار او زدکړو بندیزونه د دې لامل شول چې امریکا د طالبانو پر یو شمیر مشرانو د ویزې تازه محدودیتونه اعلان کړي.
طالبان بهرنیو چارو وزارت بیا په غبرګون کې ویلي چې د امریکا دا ډول کړنې د اړیکو پرمختګ مخ کې خنډ جوړوي.
اوس ښاغلي نېکلاسن ویلي دوی نه غواړي چې افغانستان منزوي کړي.
خو هغه دا یادونه هم کړې چې دمګړۍ د طالبانو رژیم د رسمیت پېژندلو موضوع مطرح نه ده.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ويلي پاکستاني چارواکو سره کتنو کې یې د دې پر اړتیا توافق کړی چې سیمه او په لویه کې نړیواله ټولنه باید په ګډه د افغانستان د خلکو په ګټه ګډ کار وکړي.
ښاغلي نېکلاسن پېښور کې پر پولیسو د وروستي خونړي برید یادونه هم کړې، چې د ده په وینا افغانستان او د پاکستان په ګډون ګاونډیو کې یې د ترهګرۍ ګواښ ښودنه کوي.
دغه برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو.