تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: هیله شته چې طالبان ښځو ته د کار اجازه ورکړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو چارواکي تمه لري چې د طالبانو حکومت به په افغانستان کې این جیوګانو یا نادولتي موسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د مرستو رسونې څلورو چارواکو په نیویارک کې خبریالانو ته کړې دي. طالبانو په ډیسمبر کې د ټولو این جیوګانو ښځینه کارمنانو ته امر وکړ چې تر "امرثاني" پورې کارونو ته لاړې نه شي.
تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو برخې مشر مارټین ګریفتس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و چې د همدغه بندیز په اړه له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو دغه لوړي پوړي چارواکي نیویارک ته له ستنېدو وروسته ویلي، د طالبانو د حکومت مهمو چارواکو ورته ویلي "په این جیوګانو کې د ښځو کار په اړه پر تګلاره کار روان دی" او د "حوصلې" غوښتنه یې ترې کړې.
ځینې په دې هم باور دي چې طالبان د "تګلارو جوړولو، ترتیب جوړولو او کار پرې روان دی" کلمو په کارولو سره وخت اړوي او نړیوالو ته یې یوازې د "بهانې" په ډول وړاندې کوي.
خو طالبان بیا تل ادعا کوي چې دغه ډول بندیزونه یې تر "امرثاني" پورې دي.
"د ښوونځیو ۲۱۵ زره نورې زده کوونکې هم له ښوونځیو محرومېږې"
له شپږم پورته د نجونو ښوونځیو بندول هم طالبانو لنډمهالي بللي وو، خو اوس څه باندې ۵۰۰ ورځې کېږي چې سلګونه زره نجونې له ښوونځیو راګرځول شوې دي او داسې ښکاري چې د پام وړ پرمختګ هم دې برخه کې نه دی شوی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یا یونسف وايي، که له شپږم پورته د نجونو ښوونځيو ته اجازه ور نه کړل شي، څه باندې ۲۱۵ زره نورې هغه نجونې به هم له زدکړو محرومې شي، چې تازه اوومو ټولګیو یا منځنیو ښوونځیو ته بریالۍ شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګریفتس وايي، پیغام یې طالبانو ته روښانه وه. نوموړی وايي "راځئ وګورو چې د ښځو د کار لپاره تګلاره جوړېږې او کنه. زه نه غواړم اټکلونه وکړم. هر څوک په دې اړه خپل نظر لري. زموږ پيغام روښانه [طالبانو ته] رسول شوی چې ښځې مهمې دي، مېرمنې په بشري مرستو کې مهمې کارمنانې دي. موږ اړتیا لرو چې دوی بیرته کارونو ته ستنې شي."
څو اوونۍ وړاندې د ناروې د کډوالو شورا مشر هم بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ویلي و چې څو طالب وزیرانو ژمنه ورکړې چې د ښځو د کار لپاره د طالبانو مشرتابه پر دویم فرمان کار کوي. اوس چې نژدې میاشت ووته، لا هم د دغه فرمان څرک مالوم نه شو.
د طالبانو له خوا پر ښځو د کار بندیز وروسته یو شمېر بهرنیو این جیو ګانو افغانستان کې خپلې چارې وځنډولې خو ځینو یې په ځینو برخو کې بیا فعالیتونه پیل کړي دي.
وېره دا ده چې د افغانستان په دې ساړه ژمي کې به د طالبانو د ځپونکو تګلارو له امله چې بشري مرستې پکې لا نورې محدودې شوې، بې وزله خلک له نورو ډېر وځپل شي.