تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
باجوړ؛ بمي چاودنه کې د مخکیني سناتور هدایت الله په ګډون پنځه کسان وژل شوي
د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د ریموټ کنټرول بمي چاودنې له کبله د پاکستان مشرانو جرګې یا سېنیټ یوه مخکیني غړي هدایت الله په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.
ځايي پولیس وايي، چاودنه د باجوړ په ډمه ډوله سیمه کې د ریموټ کنټرول له لارې رامنځته شوې ده. د پولیسو په خبره په دې بمي چاودنه کې د مخکیني سناتور هدایت الله د سپرلۍ ګاډی په نښه شوی، چې د چاودنې له کبله ویجاړ شوی او د مخکیني سناتور په ګډون پنځه کسان پکې وژل شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې ملک عرفان او ملک نذرالدین هم شامل دي. د پولیسو په وینا هدایت الله د خپل وراره د ټاکنیز کمپاین لپاره د ډمه ډوله سیمې انتخابي حوزې پي کې ۲۲ ته تللی او کله چې بېرته ښار ته پر لار و، پر ګاډي یې بمي برید وشو.
د ځايي چارواکو په وینا هدایت الله لومړی له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۸ کاله او بیا له ۲۰۱۸ کاله تر ۲۰۲۴ کاله په خپلواک حیثیت د پاکستان مشرانو جرګې غړی و.
د پاکستان مشرانو جرګې غړې شیري رحمان د نوموړي وژل کېدو په مناسبت د خواخوږۍ یوه پیغام کې چې پر اېکس خواله رسنۍ خپور شوی، لیکلي: ''په بمي چاودنه کې د مخکیني سناتور هدایت الله وفات کېدو خبر له زړه خواشینې شوم. دا غمجن خبر د سختې خواشینۍ او اندېښنې لامل دی.''
نوموړې زیاتوي: ''د سناتور هدایت الله له کورنۍ سره له زړه خواخوږي څرګندوم. سناتور هدایت الله تل په پارلمان کې د فاټا (مخکینۍ قبایلي سیمې) غږ پورته کاوه. قبایلي سیمې له یوه پیاوړي غږه محرومې شوې. پاکستان پیپلز ګوند د سناتور هدایت الله له خپلوانو سره په غم کې شریک دی او موږ د ترهګرۍ له منځه وړلو او انصاف غوښتنې په لړ کې د دوی تر څنګ ولاړ یو.''