په نورستان او کونړ کې لګېدلي اورونه اوس هم نه دي مهار شوي

د عکس سرچینه، FB
افغانستان کې د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو ادارې ویاند یوسف حماد بي بي سي ته وویل، د افغان پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد مرکزي، شمالي او ختیځو لسو ولایتونو کې د ځنګلیزو اورونو، تندرونو، سیلاب او توپان له امله درې تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
ښاغلی حماد وايي، دې پېښو کې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه هم زیانمن شوي دي.
د لغمان ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدنې ولایتي ادارې چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي چې د لغمان مهترلام ښار (زیارت) سیمه کې د تندر پرېوتو یو تنکی ځوان وژلی او دوه نور کسان يې ټپيان کړي.
د افغانستان ختیځو ولایتونو کونړ او نورستان کې ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، هلته په غرنیو ځنګلیزو سیمو لګېدلي اورونه د څو ورځو په تېرېدو سره لا هم نه دي مهار شوي. دوی د طالبانو له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د اورونو کابو کولو لپاره دې لاس په چاره شي.
اورونو د نورستان ولایت په واما او د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ او ځينو نورو سیمو کې لسګونه هېکټاره ځنګلونه سوځولي دي.
د کونړ ولایت اوسېدونکي او د طالبانو حکومتي اډانه کې د ځنګلونو ساتنې د یوې پوځي ډلګۍ پخواني مشر محمد امین توحيدي بي بي سي ته وویل، اور د کونړ او نورستان د ځنګلونو ګڼې سیمې سوځولې او لا يې هم خلک په کابو کولو نه دي توانېدلي.

د عکس سرچینه، FB
په نورستان او کونړ کې ځايي اوسېدونکي له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د دغه اور کابو کولو کې دې همکاري وکړي او ځنګلونه دې له نور احتمالي زیانه وژغوري.
رپوټونه وايي چې ځایي اوسېدونکي او د طالبانو حکومت ځايي ادارې هڅه کوي چې اور کنټرول کړي، خو د تجهیزاتو او اور وژونکو وسیلو د نشتوالي له امله یې توان نه لري.
دا څرګنده نه ده چې تر اوسه څومره ځنګلونه سوځېدلي دي او دا چې د اور لامل څه و.
څو ورځې وړاندې د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې په یوه ځنګلیزه سیمه پېښه کې درې ورځې اورونه بل وو. چارواکو ویلي دغه اور ۳۰ هکټاره ځنګل سوځولی دی.
د ۲۰۲۳ کال په جون کې هم د کونړ او نورستان ولایتونو اړوند ځنګلونو کې سخت اورلګېدنه شوې وه چې پراخ زیان یې اړولی و.
د دغو اورلګېدنو لامل تر ډېره بې احتیاطي یاده شوې وه، خو کارپوهان وايي چې په دې وروستیو کې د هوا بدلون سره هم دا اورلګېدنې تړاو لري.




















