تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت استازي د سویس له سفره څه غواړي؟
- Author, عبدالله الهام
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
سويسي چارواکي وايي، په وروستیو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یو څلور کسیز پلاوی ورغلی و او د پلازمېنې جېنوا هوايي ډګر حدودو کې دننه يې د هغو افغان کډوالو هويت تایید کړی چې ټاکلې په جرمونو د تورنېدو له امله افغانستان ته ولېږل شي.
خو د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت کې یوه سرچینه وايي، دغه پلاوی سوېس کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو پر بیاپیلولو او سیاسي موضوعاتو هم له سوېسي چارواکو سره غږېدلی.
خو د سويس دولت ویلي، د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو هېڅ پلان نه لري.
سوېسي چارواکي وايي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا څلور کسیز پلاوی د هغو افغان کډوالو هویت تاييدولو ته ورغلی و چې هلته په جرمونو د محکومېدو له امله ټاکل شوې افغانستان ته ولېږل شي.
راپورونه وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغو څلورو کارکوونکو د جېنېوا هوايي ډګر په حدودو کې دننه له اړوند سويسي چارواکو سره د دوو ورځو په جریان کې غونډې کړې.
د سويس د کډوالۍ ادارې د اعلاميې له مخې، هلته شل افغانان په جرمونو محکوم او له هغه هېواده اېستل کېږي.
اعلامیه زیاتوي، د طالبانو د حکومت پلاوی د دې لپاره ورغلی و چې په دوی کې د دیارلسو افغانانو چې په جرم محکوم شوي، د هويت تثبیت وکړي.
دغې ادارې دا اړینه ګڼلې چې یادو کسانو ته د افغانستان د سفر اسناد ورکړل شي.
پر همدې مهال د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت کې يوې سرچينې بي بي سي ته ویلي چې دغه پلاوي د سوېس د بهرنیو چارو وزارت او نورو ارګانونو له استازو سره افغانانو ته د کونسلي خدمتونو تر څنګ د دوی په وینا پر سیاسي موضوعاتو هم خبرې کړې دي.
د طالبانو د حکومت دغې سرچینې ویلي چې ټاکلې د خبرو دا بهیر دوام ومومي.
خو سویسي چارواکو ویلي چې اوس هېڅ داسې پلان نه لري چې د طالبانو د حکومت ديپلوماتان دې ومني.
سوسیي رسنیو د دغه هېواد د کډوالۍ دفتر ویاند ډانیل باچ له قوله ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت موضوع پېچلې کړې، خو په هېواد کې دننه فشارونو له امله چې په جرمونو له تورنو شوو کسانو ټولنه خلاصه کړي د خپلو خلکو خوندي کول ورته لومړیتوب دی او په جرم کې ښکېل دا کسان باید وباسي.
تېر کال د سوېس د عدلیې وزیر پرېکړه کړې وه چې هغه افغان وګړي چې په جرمونو محکومېږي د بند سزا له پوره کولو وروسته باید افغانستان ته ولېږل شي چې د وړم ۲۰۲۳ کال ترپایه يې پنځه ورته کسان افغانستان ته ستانه هم کړل.
خو له هغې وروسته د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې دغه کډوال یوازې په هغو اسنادو بېرته مني چې په کابل کې صادر شوي وي.
په جرمونو د محکومو شوو افغانانو د ایستل کېدو موضوع په نورو اروپايي هېوادونو کې هم ناندریزه شوې.
د دغه بهیر مخالفین وايي، دا ورستنېدونکي کډوال د طالبانو واکمنۍ کې له خطر سره مخ کېدی شي.
تېره میاشت جرمني هم ۸۱ ورته افغان وګړي افغانستان ته ستانه کړل او د دغه بهیر د آسانچارۍ لپاره يې په برلین کې د افغانستان په سفارت او قونسلګرۍ کې د طالبانو دوه ډیپلوماټان ومنل.