پاکستاني طالبان وايي د دغه هېواد د ټاکنو پر غونډو بريدونه نه کوي

د خپرېدو وخت

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي اعلان کړی چې راتلونکې میاشت د پاکستان د ملي او ایالتي اسمبلیو ټاکنو غونډې به نه په نښه کوي.

ټاکل شوې چې د پاکستان پارلماني ټاکنې د فبرورۍ په اتمه نېټه ترسره شي.

پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) يوه بيان کې ويلي، د بريدونو هغه ګواښ چې په اړه يې پاکستاني امنيتي ادارو خبر ورکړی، له دوی سره هېڅ تړاو نه لري.

په دې بيان کې ويل شوي چې که څه هم دوی جمهوري نظام له اسلام سره په ټکر کې بولي خو له دې سره بيا هم دوی خپلو خلکو او سياسي ډلو ته وايي چې له دې ټاکنو او ګډونوالو سره يې هېڅ سر وکار نشته.

بيان کې ادعا شوې چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو کارکوونکي د طالبانو د ډلې په نامه له سياستوالو کلنګ يا باج اخلي او د دې ډلې د نوم بدلو لپاره امنيتي خبرداري ورکوي.

د پاکستاني طالبانو د ډلې په دې بيان کې خلکو ته د ډاډ تر څنګ دا هم ويل شوي چې له هغو ځايونو دې ځانونه لېرې وساتي چېرته چې پوځيان او د امنيتي ادارو کسان وي، ځکه وايي دوی يې د بريدونو "اصلي موخه" دي.

بيان کې د پاکستان پوځ "ظالم او ډالر خور" ياد شوی چې په وينا يې د پاکستان پر خلکو مسلط دی.

د پاکستاني طالبانو ډله دغه هېواد کې يوه "ترهګره" او د ډېرو بریدونو "مسئوله" بلل کېږي. پاکستاني طالبانو ډلې په دې وروستيو کې په پاکستاني پوځي او امنيتي موخو بريدونه زيات کړي دي.

د پاکستاني طالبانو دغه بيان داسې مهال خپرېږي چې د دغه هېواد په لروبر کې ټاکنيزې منډې ترړې دوام لري. ګڼ سياسي ګوندونه په دې ټاکنو کې برخه لري او د خپلو نوماندانو لپاره د خلکو د رايو خپلولو هڅې کوي.

له دې ډلې یوه هم د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمیعت علما اسلام ګوند دی چې په تېر کې د ځينو مهمو سياسي ګوندونو د ايتلاف برخه و.

د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې ګډون کوونکو ته د پاکستاني طالبانو د ډلې له خوا څو ورځې وروسته له هغه ډاډ ورکول کېږي چې د جمعيت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان کابل او کندهار کې د طالبانو د لوی مشر تر څنګ له ګڼو طالب چارواکو سره کتلي وو.

په دې کتنو کې د پاکستان حکومت د هغو اندېښنو په اړه هم خبرې شوې وې چې پاکستان يې د امنيت په برخه کې لري.

پاکستان وايي د ټي ټي پي ډلې غړي افغانستان کې دي او له هغه ځايه بريدونه تنظیموي، هغه ادعا چې کابل کې يې د طالبانو حکومت په کلکه ردوي.

کابل ته د جميعت علما اسلام د تللي پلاوي يوه غړي له پاکستاني رسنيو سره خبرو کې د پاکستاني طالبانو له ځينو غړو سره د دې پلاوي د کتنې خبره هم کړې وه خو رسمي سرچينو دا رپوټونه نه دي تائيد کړي.