د پاکستاني پارلمان مشرانو جرګې د ټاکنو ځندولو طرح تائید کړه

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د پاکستاني پارلمان مشرانو جرګې یا یسنېټ د رایو په اکثریت د راتلونکې فبرورۍ میاشتې پر اتمه د ټولټاکنو ځنډولو په هکله یوه طرح تائید کړه.

دا طرح سناتور دلاور خان وړاندې کړه او دلیل یې دا و، چې هېواد په ډېری سیمو کې د ژمي سخته یخني ده، ځکه به د خلکو لپاره سخته وي، چې په ټولټاکنو کې برخه واخلي. نوموړي دغه راز ویلي، د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند پر غړو، محسن داوړ بریدونه شوي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه شوي او د ایمل ولي خان په ګډون یو شمېر سیاسي شخصیتونو ته ګواښونه شوي دي. په طرح کې ویل شوي، چې د ټولټاکنو لپاره باید مناسب چاپیریال چمتو شي.

د یادونې ده چې د پاکستان ټاکنو کمېسیون د دسمبر په نیمايي کې د سترې محکمې له ښکیلتیا او حکم وروسته د فبرورۍ اتمه د ټولټاکنو ورځ اعلان کړه. د پاکستان د ټاکنو کمېسیون لخوا په اعلان شوې مهالوېش کې راغلي و چې کاندیدان باید تر ۲۲م دسمبر پورې د کاندیداتورۍ اسناد جمع کړي، د همدې دسمبر په ۲۳مه ېیټه به د کاندیدانو نوملړ وروستی او ورپسې به د دسمبر تر ۳۰مې نېټې د دوی اسنادو ارزونه کېږي.

په هغه طرح کې چې نن (جمعه) د پاکستان مشرانو جرګې تائید کړه، دغه راز راغلي چې د پاکستان ټاکنو کمېسیون دې اوسنی مهالوېش وځنډوي او د مناسب چاپېریال له رامنځته کېدو وروسته باید نوی مهالوېش ورکړي.

د طرحې وړاندې کېدو پر مهال په سینېټ کې یوازې ۱۴ سناتوران وو. د سینېټ مشر د سناتور دلاور خان پر دې طرح د سناتورانو رایې وغوښته او له هغه وروسته یې تائید کړه.

د یادونې ده، چې د دې طرحې وړاندې کېدو پر مهال د سینېټ له ۱۰۴ غړو سناتورانو یوازې ۱۴ د رایې لپاره هلته وو، چې نصاب یې پوره نه وو. د پاکستان پیپلز ګوند او پاکستان تحریک انصاف ګوند اړوند دوو سناتورانو په رایې ورکولو کې برخه نه ده اخیستې او د پاکستان مسلم لیګ ګوند سناتور افنان الله له دې طرحې سره مخالفت کړی.

هغه سناتوران چې د دې طرحې تائید یې کړی یا خو د هېڅ یوه سیاسي ګوند غړي نه دي او یا هم د بلوچستان عوامي ګوند غړي دي. پاکستان پیپلز ګوند، پاکستان مسلم لیګ ن او جماعت اسلامي ګوند په څېر لویو ګوندونو ویلي، دا طرح په دوی پورې تړاو نه لري.

بل لور د پاکستان اطلاعاتو چارسمبالي وزیر مرتضیٰ سولنګي په دې هکله وايي، د اساسي قانون له مخې د ټاکنو نېټه ټاکل یا پکې بدلون راوستل د ټاکنو کمېسیون مسوولیت دی او په وینا یې ''د هېڅ یوې قانوني ادارې په معاملاتو کې لاسوهنه نه شو کولای.''

ښاغلي سولنګي د پاکستاني پارلمان مخې ته له خبریالانو سره خبرو کې د هغې طرحې په هکله چې نن (جمعه) سینېټ کې تائید شوه وویل، د دې طرحې لپاره د دلیل وړاندې کولو فرصت یې نه دی موندلی.

نوموړی زیاتوي د لومړي وزیر یا کابینې له لوري د ټاکنو نېټې ځنډولو په هکله هېڅ امر نه دی شوی، ځکه دوی ته شونې نه وه، چې د دې طرحې ملاتړ وکړي.