تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکراييني چارواکي: د "ځان چوونکو" ایرانیو بې پېلوټه الوتکو ډېرۍ پرزې په امریکا کې جوړې شوې دي
سي.اېن.اېن خبري اژانس د اوکراييني چارواکو له خولې ویلي چې هلته د روسیې له لوري په جګړه کې د کارېدونکو ایرانیو بې پېلوټه الوتکو ډېرۍ پرزې په امریکا کې جوړې شوې دي.
دا خبره دغه خبري اژانس ته ځينو اوکراييني چارواکو د شاهد-۱۳۶ په نوم د یوې ځان چوونکې بې پېلوټه الوتکې له نیولو او څېړلو وروسته کړې ده.
دوی ته دغه الوتکه روغه جوړه په لاس ورغلې ده او وروسته یې چې پرزې ارزولې دي نو ورته په ډاګه شوې چې څلوېښت پرزې یې دیارلسو بېلا بېلو امریکايي شرکتونو جوړې کړې دي.
اوکراييني چارواکو همدا راز ویلي چې د شاهد-۱۳۶ بې پېلوټه ایرانۍ الوتکې پاتې نورې پرزې د کاناډا، جاپان، چین، سویس او تایوان شرکتونو تولید کړې دي.
امریکا: هغه شرکتونه څارو چې دا پرزې یې تولید کړې
په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ادرین واټسن ویلي، متحده ایالات له هغو شرکتونو سره په اړیکه کې دی چې پرزې یې په ایرانیو بې پېلوټه الوتکو کې کارول او موندل شوې دي.
ده ویلي، امریکا هوډ لري پر دا ډول صادراتو کلک محدودیتونه او بندیزونه ولګوي چې ایران لاس رسی ورته پيدا نه کړي.
امریکا له پخوا راهیسې د ایران د بې پېلوټه الوتکو پر پروګرام بندیزونه لګولي دي.
اوکرايين روسیه تورنه کړې چې په جګړه کې د ایران شاهد-۱۳۶ ځان چوونکې بې پېلوټه الوتکې کاروي او پر مټ یې په دغه هېواد کې ملکي زېربناوې په نښه کوي.
ایران بیا وايي چې کم شمېر دا الوتکې یې پر اوکرايين تر جګړې مخکې روسیې ته ورکړې وې.