تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه استاد له دندې ګوښه کړل شوی، چې ادعا کېږي په ازموینه کې یې پر محصل ډزې کړې
- Author, لیپیکا پیلهام
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
بنګله دېش کې د طب پوهنځي یو استاد له هغه دوې ورځې وروسته له دندې شړل شوی، چې ادعا کېږي په ټولګي کې یې یو محصل په ډزو ټپي کړ.
ریحان شریف له پېښې سملاسي وروسته نیول شوی و، خو د محصلینو له احتجاج وروسته پر چهارشنبه له دندې ګوښه کړل شوی دی. د نوموړي د ډزو پایله کې ټپي شوی محصل بیا له جراحۍ وروسته تر اوسه په روغتون کې بستري دی.
ډاکتر ریحان شریف اوس د پولیسو په توقیف کې دی. بي بي سي تر هغو پورې د نوموړي غبرګون نه شي ترلاسه کولای، چې مدافع وکیل یې نه وي موندلی.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې ۲۳ کلن محصل عرفات امین تومال د سراج ګنج ښار په یوه طب پوهنځي کې له خپل استاد ډاکتر شریف سره د یوې شفاهي ازموینې پر مهال پر دوشنبه لفظي شخړه وکړه.
رپوټونو کې ویل شوي ډاکتر شریف د ازموینې پر مهال وسله راوړه، محصل ته ونیوه او د هغه پر ښۍ پښه یې ډز وکړ. د ډیلي سټار نومې ورځپاڼې د ځايي پولیسو له قوله ویلي، مرمۍ لومړی د محصل امین پتلون په جېب کې ایښي موبائل ټیلیفون سره لګېدلې، او له همدې کبله یاد محصل ژوندی پاتې شوی.
د ډهاکې ټریبیون ورځپاڼې رپوټ کې بیا ویل شوي، د پېښې پر مهال په ټولګي کې ټولټال ۴۵ محصلین ناست وو.
پولیسو د ډاکتر شریف له نیولو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، نوموړي د ''غیر قانوني تفنګچې ډز کړی دی.''
پولیس وايي، د طب پوهنځي له دې استاد سره یوه بله تفنګچه، ۸۱ مرمۍ، څلور شاجورونه، دوه چاکوګان هم نیولي دي.