تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غلو د پاریس په زړه کې د میلیونونو ډالرو ګاڼې غلا کړې
د راپورونو پر بنسټ دوو سړيو او یوې ښځې چې لوړبیه عصري جامې یې په تن وې د پاریس په زړه کې د ګاڼو له یوه پلورنځي څخه د میلیونونو یورو په ارزښت توکي غلا کړي دي.
یادو درېیو غلو بې غږه مجهزې وسلې درلودې.
دوی د غرمنۍ پرمهال د پیاژه په مارکیټ کې چې شیک رو دلا پهکس ( chic Rue de la Paix) واټ سره څېرمه دی، غلا کړې ده.
پولیسو ویلي، د بانک کارمنان اړ کړلی شوي وو، چې د غلا پر مهال پر ځمکه پړمخې پرېوځي.
غله په دې پېښه کې له غلا وروسته د پېښې له ځایه په پښو په تېښته بریالي شوي دي.
د فرانسې څارنوالان په دې باوري دي، چې له ۱۰ څخه تر ۱۵ میلیونو یورو په ارزښت توکي غلا شوي دي.
دوی وايي، داسې نه ښکاري چې په غلا کې دې څوک ژوبل شوي وي.
د فرانسې بي ار بي ( BRB ) پولیس، چې کاري مسولیت یې په ځانګړي ډول د غلاو په اړه څېړنه ده، د دې پېښې د څېړلو مسول هم دي.
دا په پاریس کې د سازمان شويو جرمونو او تښتونو اړوند څېړنو څخه یوه غوغا جوړونکې څېړنه ده.
درې میاشتې مخکې د ګاڼو یو بل پلورنځی چې پورته یاد شوي پلورنځي څخه یوازې سل متره لرې دی، لوټ شوی و.
همدارنګه د بلګاري پلورنځی چې په پلاس واندوم کې دی، هم د یکشنبې په ورځ د درېیو وسله والو غلو له خوا لوټ شوی وو.
لوټ شوي دواړه پلورنځي د خپلو شیک او مډرنو ګاڼو له کبله زیات مشهور وو.
خوپه شوې تازه غلا کې بیا خپله غلو ډېرې شیکې او عصري جامې په تن کړې وې.
د فرانسې د زیوراتو ټولنې مسول سانډرین مارکو د دې هېواد رسنیو ته ویلي، چې د غلاې پېښې د اندېښنې وړ زیاتې شوې دي.
نوموړی وايي: "که څه هم د غلا پېښې تېرو کلونو کې د پام وړ کمې شوې وې خو د کورونا له پای ته رسېدو راهیسې دا پېښې د اندېښې وړ زیاتې شوې دي.
دوه اوونۍ مخکې هم پاریس کې د یوې جوړې کور ته غله ور اوښتی وو، دواړه یې تړلي وو او په کور کې یې د ګاڼو او ساعتونو په ګډونه ټول لوړ بیه څېزونه غلا کړي وو.