تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند ښځینه کرېکټ ستورې "هارمنپرېت کائور" لوبیز ژوند او لاسته راوړنې
کله چې د هند په کرېکټکې تاسې د هارمنپرېت نوم اورئ، هرو مرو به مو د هغې ۱۷۱ ناسوځېدلې منډې په یادېږي چې ۲۰۱۷ کال کې یې یو ورځنۍ نړیوال جام سیالیو کې د استرالیا خلاف جوړې کړې وې او د تمې خلاف لوبه یې ګټلې وه.
یا یې ښايي په دې پېژنۍ، چې د هند ښځينه کرېکټ لوبډلې لوبډلمشره ده.
هغه د ښځېنه کرېکټ یوازینۍ لوبغاړې ده چې، په شل اوریزو لوبو کې یې سلیزه وهلې او د هند هغه یوازینۍ لوبغاړې ده، چې د بهرني لیګ فرنچائز قرار داد یې ترلاسه کړی دی.
۳۴ کلنې کائور په فبرورۍ میاشت کې په خپل لوبیز ژوند کې ۱۵۰ شل اوریزې لوبې پوره کړې او له هغې یوه میاشت وروسته لومړۍ لوبډل مشره شوه، چې د ښځو غوره لیګ اتلولي يې خپله کړه.
نوموړې له هغې وروسته بیا په اسیايي لوبو کې د سرو زو لومړنی مډال هم وګاټه.
د استرالیا ښځینه کرېکټ لوبډلمشره د هغې په اړه وايي: "هغه یوه تکړه لوبغاړی ده او حیرانوونکې وړتیا لري، اوږده موده کېږي چې دا یې ثابته کړې ده."
هند او استرالیا ښځینه کرېکټ لوبډلو تازه ممبی ښار کې یوه لوبه کې سره مخ شوي و، چې هند په اتو وېکټو وګټله.
کائور د سېکانو په کورنۍ کې زېږېدلې او دریو خویندو کې تر نورو دوو مشره ده.
پیل کې هغې د خپلې سیمې هلکانو سره هاکي لوبه کوله، د هغې ژوند هغه مهال په کرېکټ پورې وتړل شو چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ یې کرېکټ کې خپل لومړی لارښود کملدېش سېنګ سودي سره ولیدل.
د کملدېش سینګ زوی یادویندر چې د کائور لومړی روزونکی و بي بي سی ته د نوموړې په اړه ویلي: "کرېکټ سره د هغې لیونۍ مینې او زړورتیا د دې لامل شوې، چې په کرېکټ کې سترې لاسته راوړنی ولري او اوږدې شپږېزی ووهي، تاسې یې ګورئ چې هغه په کرېکټ کې څنګه ځلېږي."
د هند پخواني لوبډلمشر انجوم چوپړا ویلي: "هره دوره دوه درې داسې څېرې لري، خو هارمن له څو پرلپسې کلونو راهیسې دا ځای نیولی دی. په ځانګړی ډول کله چې په ۲۰۱۶ کال کې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشره شوه."
تېر کال د هند کرېکټ اتلې میتالي راج له تقاعد وروسته هارمن د کرېکټ په برخه کې لا ډېره مخکې شوه.
کائور ۲۹۰ نړیوالو لوبو کې ۶۵۰۰ منډې کړي او په کور دننه او بهر یې خپل هېواد ته لاسته راوړنې لرلي دي.
د هغې په لوبډلمشرۍ کې هند د ۲۰۲۰ کال شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته لار وموندله.
د هند لوبډلې څه موده وړاندې د هم ګټو هېوادونو ښځینه کرېکت سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه.
د هند پخوانی مشر روزونکی وي وي رامان ويلي: "یو له مهمو څیزونو چې ماته هارمن سره له کاري مودې رایادېږي دا دی، چې هغې تل هر څه خپلې لوبډلې لپاره کړي دي، خو برعکس شخصا د ځان لپاره چې به یې په کوم کار کې څومره هڅه کوله هغومره به یې پایله ښه نه وه. هغې ډېره ارامه خوی درلود ، د خپلې لوبډلې لپاره یې تل ښه توپوهنه کړې ده."
آغلې هارمن ویلي: "زه غواړم دا لوبډله دومره پرمختګ وکړي چې هر څوک وواييغوره لوبډله ده. نړیوال جام ګټل زما لپاره یو خوب دی، زه خپلې شخصي ګټې هېڅکله په پام کې نه نیسم ځکه چې زه د یوې لوبډلې لپاره لوبېږم. که لوبډله ښه لوبه وکړي زه خوشالېږم."
جون میاشت کې د هند کرېکټ ښځينه لوبډلې د کوربه لوبډلې بنګله دېش پر وړاندې سیالي لرله، په هغې لوبه کې هارمن وېکټې ماتې کړې او او پر امپایرانو یې هم نیوکې وکړې، په پایله کې پر هغې د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا دوه لوبو کې پر ګډون بندیز ولګاوه.