تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ۱۹ کالونو د کم عمره ځوانانو اسیايي اتلولۍ؛ افغانستان له هند، پاکستان او نيپال سره لوبېږي
ټاکل شوې سر له راتلونکې جمعې ( د ډیسمبر اتمه) یو ځل بیا د اسیا په کچه د کرېکټ سیالۍ پیل شي خو دا ځل دا سیالۍ له ۱۹ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو تر منځ دي.
د جاپان په ګډون چې کرېکټ کې ډېره مخینه نه لري، د اسیا له وچې اته لوبډلې د دغو سیالیو ګډونوالې دي.
دا سیالۍ د روانې ډیسمبر میاشتې په اتمه د متحده عربي اماراتو په کوربه توب پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۷ نېټې دوام کوي.
له ۱۹ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو سږنۍ لوبې په پنځوس اوریزه بڼه کېږي یعنې یو ورځنۍ لوبې دي.
د اسیا د کرېکټ شورا لخوا په خپاره شوې مهالوېش کې ښکاري چې دې اتلوالیو کې ګډون کونکي لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې او په هر ګروپ کې څلور لوبډلې دي.
په اې یا الف ګروپ کې افغانستان، هند، پاکستان او نیپال لوبډلې په ګروپي سیالیو کې له یوه بل سره مخ دي.
په بي ګروپ کې بیا شري لنکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات، او جاپان لوبېږي.
له ۱۹ کالونو څخه کم عمره افغان ځوانان خپله لومړۍ لوبه د اتلولیو په پرانېستونکي ورځ (جمعه) له هند سره کوي، په همدې ورځ بله لوبه د پاکستان او نیپال تر منځ ده.
ښکاري د اې ګروپ لوبډلې له نورو هغو پیاوړې دي او د سختو سیالیو اټکل کیږي.
له هر ګروپه به د سر دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي او د نیمه پایلوبې ګټونکي به د ډيسمبر په ۱۷مه پایلوبه کې سره مخ کېږي.
افغانستان او ګڼو نورو هېوادونو دغو سیالیو ته خپلې لوبډلې اعلان کړي او په پام کې ده چې لوبډلې ژر کوربه اماراتو ته ورسېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د تېرې نومبر میاشتې په شلمه دغو اتلولیو ته د نصیر خان په لوبډلمشرۍ لوبډله اعلان کړې.
کرېکټ بورډ د ۱۴ کسیزې لوبډلې تر څنګ شپږ احتیاطي لوبغاړي هم ډاګیزه کړي چې ټولټال ۲۰ لوبغاړي کېږي.
د کم عمر ځوانانو او سړیو تېرو اسیايي لوبو اتلولي له هند سره ده او هندۍ لوبډله به سږ کال له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۱م کال همدې ډيسمبر میاشت کې د هند له ۱۹ کالونو څخه کم عمره لوبډلې د شري لنکا د ۱۰۶ منډو هدف د یوې وېکټې په زیان پوره کړی و.