پوځي کمپ کې د پاکستان د کرېکټ لوبډلې تمرینونه او د لوبډلمشر بدلولو ګنګوسې

د خپرېدو وخت

د پاکستان کرېکټ په دې شپو ورځو کې له داسې وضعیته تېرېږي چې ځینې بېلګې یې نوره نړۍ کې "کمسارې" بلل کېږي.

د بورډ مشر د پاکستان کورنیو چارو وزیر هم دی، او د ده په مشرۍ نوي بورډ پرېکړه کړې چې لوبډلې ته به بهرني روزونکي ګوماري خو بهرنیو روزونکو له ډلې یې شین واټسن او ډرن سېمې د پاکستانۍ لوبډلې له روزنې انکار کړی دی.

د رپوټونو له مخې د پخواني پاکستاني پیاوړي الراونډر لوبغاړي محمد حفیظ له لېرې کیدو وروسته د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي ویلي، له شاوخوا لسو روزونکو سره په اړیکه کې دي خو لا یې له کوم یوه سره خبرې وروستۍ شوې ندي.

د ډرن سیمي او شین واټسن له انکار وروسته محسن نقوي ویلي، د نویو روزنکو ګومارنې بهیر ممکن څو ورځې وخت ونیسي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې غړي هم نوي کړي او پخواني نامتو لوبغاړي یې اوس غړیتوب لري.

د رزونکو او غوراوي کمیټې له بدلون سره د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشرۍ په اړه هم بیا بحثونه ګرم شوي دي.

په پاکستان کې د ګڼو رسنیو او کرېکټ څارونکو د معلوماتو پر بنسټ کرېکټ بورډ یو ځل بیا د لوبډلمشر په توګه د پخواني لوبډلمشر بابر اعظم د ټاکلو په اړه فکر کوي خو په دې اړه نظرونه وېشلې دي.

ویل کېږي د غوراوي کمیټې غړي هڅه کوي له نړیوال جامه مخکې یوه متوازنه او یو موټي لوبډله برابره کړي او د شاهین شاه افریدي کیپتاني ځینو تر پوښتنو لاندې راوستې.

د پاکستان جیو تلویزون ویلي، بابراعظم په مشروط ډول بیا لوبډلمشرۍ ته زړه ښه کړی او ویلي یې دي چې که لوبډلمشر کېږي نو د درېیو واړو بڼو لوبډلمشر دې شي.

له دې مخکې پاکستان د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام کې له ماتو وروسته د شل اوریزیو سیالیو لوبډلمشر شاهین شاه افریدي او د ټېسټ کرېکټ لوبډلمشر شان مسعود وټاکل خو دوی هم د کرېکټ د ځینو شنونکو په باور 'اغېزمن' نه دي تمام شوي.

بابراعظم هم تر اوسه په پنځو سترو جامونو (اسیايي اتلولیو او نړیوالو اتلولیو) کې د پاکستاني لوبغاړو لوبډلمشري کړي خو کومه اتلولي ېې نده ګټلې.

د دې بدلونونو تر څنګ د پاکستان دوه پخواني لوبغاړي محمد عامر او عماد وسیم چې له کرېکټه یې تقاعد اعلان کړی و، بېرته لوبډلې ته راوستل شوي.

کرېکټ بورډ له دوی غوښتي وه چې تقاعد بېرته واخلي، دا دواړه لوبغاړي هم اوس له تقاعد په شا شوي او اېبټ آباد کې په تمرینونو بوخت دي.

پاکستاني لوبغاړو ته په پوځي کمپ کې تمرینات

له دې ټولو بدلونونو سره د پاکستان پوځ هم د کرېکټ غښتلتیا مټې بډ وهلي او ۲۹ پاکستاني لوبغاړو ته یې د نږدې دوه اونیو سختو تمریناتو لړۍ پیل کړې.

پاکستان لوبغاړي دا مهال د اېبټ آباد کاکول مشهورې اکاډمۍ کې دي او د پوځ تر روزنې لاندې یې تمرینات پیل کړي، د کرېکټ لوبغاړو ته دا تمرینات د کرېکټ نه بلکې د بدنې روزنې او فزیکي وړتیاوو لوړولو لپاره پلان شوي دي.

د پاکستان کرېکټ بورډ له دغو تمریناتو یوه ویډيو هم خپره کړې، د ویډیو جوړونکی له الراونډر لوبغاړي شاداب خان پوښته کوي چې څنګه له تمریناتو خوند اخلي؟ شاداب خان وايي، "نه بالکل نه"

له دې مخکې په ۲۰۱۶م کال کې هم پاکستاني پوځیانو د پاکستاني لوبغاړو د وړتیاوو لوړولو مسولیت اخیستی و او د رپوټونو پر بنسټ هغه وخت یې پایله ښه وه.

چارواکو ویلي د دغه کمپ هدف دا دی چې لوبغاړي ګډ لوبیز هدف تعقیب کړي، د دوی ذهني او فزیکي روغتیا پیاوړي شي او دا چې لوبغاړي سختو حالاتو سره د مقابلې لپاره چمتو شي.

دا تمرینات له نیوزلنډ او ایرلنډ سره د شل اوریزو سیالیو مخکې پلان شوي او ټاکل شوې د اپرېل تر اتمې نیټې دوام وکړي.