تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ شري لنکا له افغانستانه لومړنۍ شل اوریزه لوبه په ۴ منډو وګټله
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د شري لنکا کرېکټ ملي لوبډلې د دریو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته په څلورو منډو ماته ورکړه.
د ننۍ لوبې پچه د افغانستان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ګټلې او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.
شري لنکا لوبډلې د ټولو وېکټو له لاسه ورکولو وروسته په ۱۹ اورونو کې ۱۶۰ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له اړخه لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ چې له رحمان الله ګوربز سره پیل ته راوتلی و، ۶۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، خو خپله لوبډله یې له ماتې ونشوه ژوغورلی.
هغه دا منډې له څه باندې ۱۲۱ سټرایک رېټ سره پر ۵۵ توپونو وکړې.
له ابراهیم پرته بل یو افغان لوبغاړی هم ډېر وخت لپاره په میدان کې تم نه شو. کریم جنت ۲۰ او ګلبدین نایب ۱۶ منډې وکړای شوې، چې تر نورو ډېرې وې.
شري لنکا لپاره په توپ اچونه کې 'متیشا پاتیرانا' ۴ افغان لوبغاړي سوځول او غوره لوبغاړی اعلان شو.
پاتوم نشانکا د شري لنکا لومړنی لوبغاړی و، چې د شپږ منډو له جوړولو وروسته یې د فضل حق فاروقي په توپ خپله وېکټه افغان وېکټ ساتونکي رحمان الله ګوربز ته له لاسه ورکړه.
کوشال مینډیس دویم شري لنکایی لوبغاړي و، چې له لسو منډو وروسته وسوځېد او دننجایا ډي سلوا هم ورپسې د څلورویشتو منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شو. له دې وروسته چاریت اسالانکا هم تر ډېره و نه درېد او د نور احمد په توپ وسوځېد. لوبډلمشر وانیندو هسارانګا د خپلې لوبډلې لپاره له ۶۷ شاندارو منډو جوړولو وروسته د نوین الحق په توپ ابراهیم ځدراڼ کیچ اوټ کړ.
هسارانګا داسې مهال کې د خپلې لوبډلې مرستې ته ودانګل چې سخته اړتیا یې ورته درلوده او افغان بالر نوین الحق بیا داسې مهال د ده وېکټه ترلاسه کړه، چې افغان لوبډلې په میدان کې د شري لنکا لوبغاړو ملګرتیا ماتولو ته سخته اړتیا درلوده.
په ورپسې اوور کې کریم جنت د اینجلو ماتهیوز وېکټه په داسې حال کې واخیسته چې ایله شپږ منډې یې کړې وې. له هسارانګا وروسته د شري لنکا هېڅ یو لوبغاړی و نه توانېد تر ډېره په میدان کې پاتې شي او یو په بل پسې له لوبې بهر شول.
که څه هم شري لنکا لوبډلې خپلې لومړنۍ وېکټې ژر له لاسه ورکړې، خو رن ریټ یې د لوبې پیله لوړ وساته او د نهه اعشاریه څلور اورنو له لوبې وروسته یې ۸۰ منډې ترلاسه کړې. په دې مهال د شري لنکا منډو ترلاسه کولو کچه یا رن رېټ اته اعشاریه ۲۶ ته رسېدلی و.
فضل حق فاروقي په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره درې. نوین الحق دوې. عظمت الله عمرزي دوې، نور احمد او کریم جنت یوه- یوه وېکټه واخیسته.
د یادونې ده، چې د رحمان الله ګوربز نن د افغانستان لپاره خپله پنځوسمه نړیواله شل اوریزه لوبه کوي.
رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، ګلبدین نائب، عظمت الله عمرزی نور احمد، فضل حق فاروقي، نوین الحق، نجیب الله ځدراڼ محمد نبي او قیص احمد په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان لپاره لوبه کوي.
ټاکل شوې د شل اوريزو لوبو د لړۍ لومړۍ سيالي نن د فبرورۍ پر ۱۷، دويمه پر ۱۹ او درېيمه پر ۲۱ نېټه د شري لنکا په کوربتوب ترسره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي له دغو لوبو يې موخه شل اوريز نړيوال جام ته چمتووالی دی.
افغان لوبډلې شري لنکا ته په دې سفر کې ټیسټ لوبه او د دریو یوه ورځنیو سیالیو لړۍ بایللې ده.