تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ورسېد
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۱۵) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ، چې د "سوېلي او منځنۍ اسیا: سیمه ییز نښلول، چانسونه او ننګونې" په نوم کنفرانس کې ګډون وکړي.
دا دوه ورځنۍ غونډه نن د جولای پر ۱۵ پیلېږي او سبا به هم روانه وي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې محمد اشرف غني به دغه کنفرانس کې پر ګډون او وینا سربېره د اوزبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف او په کنفرانس کې د ځینو هیوادونو استازو سره په جلا جلا کتنو کې د نوي فصل په چوکاټ کې له افغانستان سره د دوستانه او دوامداره اړیکواو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود بي بي سي ته وویل، دغه دوه ورځنۍ ناسته کې پر امنیتي مسلو د سوېلي او منځنۍ اسیا نښلولو کې د افغانستان پر ستراتیژیک اهمیت او همدارنګه اقتصادي او کلتوري همکاریو بحث کېږي.
ښاغلی محمود وايي، دې ناسته کې د افغانستان د امنیتي برخې پر ننګونو هم بحث کېږي.
په دغه ناسته کې د شلو هېوادونو پر بهرنیو چارو وزیرانوسربېره د نږدې ۴۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازي هم ګډون کوي.
د امریکايي پلاوي ګډون
د امریکا د ملي امنیت شورا ویانده ایمیلي هورن وايي، د دغه هېواد د ولسمشر جو بایډن د کورني امنیت مرستیاله الیزابېت شیرووډ رنډل د امریکایي پلاوي په مشرۍ دغه کنفرانس کې ګډون کوي.
اغلې الیزابېت به د سیمې مشرانو سره لیدنو کې پر سیمه ییزه اقتصادي وده، ټیکاو پیاوړتیا او د امریکا د ملګرتیا پر پراخولو وغږېږي.
د سپینې ماڼۍ د بیان له مخې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د ډيپلوماټیکې ښکېلتیا لپاره له دې پلاوي سره یو ځای شي او له ولسمشر غني او د ګډونوالو هېوادونو له مشرانو سره لیدنو کې به افغانستان کې د سولې، ټیکاو او پرمختګ پر پیاوړي کولو او همدارنګه د ترهګرۍ ضد همکارۍ په ګډون د سیمه یزو امنیتي ګټو په پیاوړتیا خبرې وکړي.
تاجکستان کې د شانګهای غونډه
پرون د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د تماس ډلې لومړنۍ ناسته وه.
د دې غونډې ګډونوالو هم له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هېواد پر وضعیت "ژوره اندېښنه" وښوده.
دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وویل، "ښه ځواکمنه اجماع" شته او طالبان باید وپوهېږي چې نړیواله ټولنه یې د ده په خبره، د دې ډلې "ظالمانه او وحشیانه عملیاتو" ملاتړ نه کوي.