تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بالیووډ لخوا په نوې بڼه د یوې پاکستانۍ سندرې خپرېدو ولې غبرګونونه راپارولي؟
بالیووډ یا د هند د سینمايي صنعت اداره کې د یوې مشهورې پاکستانۍ پاپ سندرې "پسوري" د نوې بڼه جوړېدو، هند کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
دا سندره اصلا تېر کال 'علي سیټهی' او 'شی ګېل' د پاکستان کاک سټډیو کې ثبت کړې او دواړو هېوادونو کې ګڼو خلکو خوښه کړې ده.
د دې سندرې هندي بڼه چې دوشنبه راووته له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخ شوې.
ډېر اورېدونکي وايي چې د سندرې بڼه کې بدلون ته څه اړتیا نه وه، خو نورو بیا ویلي چې له نوې بڼې یې خوند اخیستی دی.
دې سندرې ته د 'پسوري نو' سرلیک سره د بالیووډ په را روان 'ستیا پرېم کي کټها' فلم کې ځای ورکړ شوی، چې 'کارتیک آریان' او 'کیاره اډواني' پکې مرکزي نقشونه لوبولي دي.
د دې سندرې د موسیقۍ رسمي ویډیو دوشنبه پر یوټیوب له خپرېدو راهیسې تر ۹ میلیون ځلې ډېره کتل شوې ده.
د 'پسوري' هندي بڼه سیټهي له هندي لیکوال 'ګورپریت سایني' سره په ګډه لیکلې او اریجیت سېنګ بوللې چې په دې وروستیو کلونو کې د هند د ډېرو مشهورو پلیبک سندرغاړو له ډلې دی.
د دې کتلو چې هغه به دا سندره څنګه بولي، لا له وړاندې ډېره لېوالتیا موجوده وه.
دې سندره کې که څه هم د موسیقۍ خپل اصلي جوړښت ساتل شوی خو په ټوله کې یې رومانتیک احساس لا ډېر دی.
خو ګڼو هندیانو دوشنبه د سندرې د موسیقۍ ویډیو له خپرېدو وروسته نیوکه کړې چې ګوندې جوړونکو پرې اصلي سندره بیخي خرابه کړې ده.
له دې ډلې یوه لیکلي چې "ښه هڅه ده، خو بیا یې مه کوئ."
د خواله رسنیو یوه بل کارن لیکلي "دې کې شک نشته چې اریجیت سېنګ اعلي سندرغاړی دی. خو په ښو سندرو کې دې ګوتې نه وهي."
له دې سره د هنر ځینو مینوالو دا هم ویلي چې د بالیووډ له دې عادته نور ستړي شوي، چې زاړه فلمونه او سندرې په نوې محتوا کې رانغاړي.
د خواله رسنیو یوه کارن په تړاو ظاهرآ په نیوکګره لهجه پوښتلي "ایا اصلي توکي په اصلي بڼه نشئ پرېښودلی؟"
خو یو شمېر کسانو بیا د 'پسوري' سندرې د هندي بڼې دفاع کړې او منتقدان یې پر دې تورن کړي چې ګوندې بې اړتیا غبرګون ښيي.
یوه مینوال یې لیکلي "زما د پسوري دا بڼه خوښه شوه. د ښاغلي اریجیت د پسوري بڼه د موسیقۍ هر مینوال ته یوه غوره ډالۍ ده."
پسوري پنجابي کلمه ده چې "پېچلې ګډوډۍ" ته نږدې معنا ښندي او تېر کال د پاکستان د کاک سټډیو په ۱۴م پړاو کې خپره شوه.
دا خپرونه د څښاکتوکو یوې کمپنۍ لخوا تولیدېږي او د پاکستان د ځینو مشهورو سندرغاړو ریکارډ شوې سندرې نندارې ته ږدي چې هند کې هم ګڼ مینوال لري.
همدا د پسوري سندره هم هند کې ډېرو خلکو خوښه کړه او څو اوونۍ د غوره سندرو د نوملړ په سر کې وه.