ایران پنځه دوه تابعیته امریکایان له زندانه خوشي کړي، خو لا هم په کوربند کې دي

د عکس سرچینه، FREE THE NAMAZIS
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې له زندانه د شپږو امریکايي وګړو د را خوشې کېدو هرکلی کړی دی.
انتوني بلېنکېن دا د دغو کسانو د اوږده کړاو د ختمېدو پر لور لومړنی ګام بللی، چې په وینا یې بې ګنا نیول شوي وو.
له خوشي شویو کسانو د یوه مدافع وکیل وايي، سیامک نمازي، عماد شرقي او مراد تهباز چې بریتانوي پاسپورټونه هم لري له یوه یوه بل سړي سره یو ځای خوشي شوي چې نوم یې نه دی یاد شوی. د امریکا ملي امنیت ادارې یوه چارواکي په وینا یو بل امریکایی وګړی وار له مخه خوشی شوی دی.
هغوی اوس له زندانه ایستل شوي خو لا هم په کوربند کې دي. بي بي سي ته ویل شوي، چې دغه کسان به امریکا ته په هغه هېواد کې د پینځو ایراني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې وسپارل شي.
سرچینو دا هم ویلي، چې د دغه جوړجاړي له مخې به په سوېلي کوریا کې د ایران د میلیاردونو ډالرو کنګل-شوې شتمني هم تهران ته ور پرېښودل شي.
خو ښاغلي بلېنکېن، ټینګار وکړ، چې له ایرانه به بندیزونه لرې نه کړل شي.
نوموړي وویل: ''دا یو مثبت ګام دی خو نه غواړم چې له وخت مخکې نتیجه ګیري وکړم ځکه لا هم ډېر کار پاتې دی چې دوی کور ته راورسېږي. زما باور دا دی چې دا د دوی د ډاروونکي خوب پای دی او دا د هغه ډاروونکي خوب د پای ته رسېدو پیل دی چې د دوی کورنیو تجربه کړ. زه نورو جزئياتو ته نه ځم چې موږ څه کوو او یا پرې بوخت یو ځکه نه غواړم تر کوره زموږ د اتباعو د را رسېدو بهیر ګډوډ شي. اجازه راکړئ چې یو دوه نور ټکي هم یاد کړم. په هر حال، په ایران به بندیزونه نه کمېږي او که له ایرانه زموږ د امرکیايي وګړو د راوستو په څېر هڅې کېږي نو د ایران خپلې بسپنې به کارېږي او پیسې به هم هغو محدودو حسابونو ته لېږدي چې یوازې د بشري موخو لپاره کارېږي چې هغه هم زموږ د بندیزونو له مخې اجازه لري. موږ به د خپلو ټولو بندیزونو پلي کولو ته دوام ورکوو.''
د ایران دولتي رسنیو په رپوټونو کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران ماموریت له قوله ویل شوي دغه کسان د پلازمېنې تهران له اوین زندانه خوشي شوي دي.
بل لور د امریکايي رسنیو رپوټونه وايي، په سویلي کوریا کې د ایران کنګل شوې پانګه شپږ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
ایران په دا وروستیو کلونو کې یو شمېر داسې کسان نیولي چې له یوه زیات تابعیته لري او معمولاً دا کسان د ملي امنیت له تورونو سره نیول کېږي.






















