د قطر لومړی وزیر: کندهار کې مې د طالبانو مشر ته وویل که غواړئ د نړيوالې ټولنې غړي شئ همکاري وکړئ

د خپرېدو وخت

د قطر لومړی وزیر چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی وايي کندهار ته د سفر پر مهال یې د طالبانو له لوی مشر سره کتلي او په ډاګه یې ورته ویلي که غواړي افغانستان د نړیوالې ټولنې غړی ‌شي نو همکارې دې وکړي او ښځو ته دې د کار او زدکړې اجازه ورکړي.

محمد بن عبد الرحمن آل ثاني، سي این این تلویزیوني شبکې ته ویلي، د یوه اسلامي هېواد په توګه قطر ته د طالبانو لپاره ښه بېلګه کېدای شي چېرته چې ښځې کار کوی او آن په لوړو زدکړو کې د نجونو شمېر له هلکانو ډېر دی.

د قطر لومړي وزیر د استخباراتو د مشر په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ د تېرې مۍ میاشتې په ۱۲ کندهار کې د طالبانو له لوی مشر مولوي هبت الله اخوندزاده سره کتلي دي.

محمد بن عبد الرحمن آل ثاني چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی، ظاهرا لومړی لوړ پوړی بهرنی چاراکی دی چې د طالبانو له لوی مشر سره ګوري.

کندهار ته د سفر پرمهال طالب او قطري چارواکو د طالبانو حکومت له لومړي وزیر محمد حسن اخوند سره د لیدنې خبر ورکړی و، خو د سي این این خبریالې له نوموړي وپوښتل چې کندهار کې د طالبانو تر ټولو سخت دریځه مشر ملا هبة الله اخوند سره لیدنه کې یې دوی ته څه پيغام درلود.

محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په ځواب کې وویل، "په کندهار کې مو له دوی سره سپینې خبرې وکړې او هغه دا چې که غواړئ د نړیوالې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړئ نو اړتیا ده چې له موږ سره همکاري او ګډ کار وکړئ، چې هېواد مو لکه د قطر په څېر یو عصري هېواد شي چېرته چې ښځې ټولنه کې فعالې دي، ښې لاسته راوړنې لري، دوی مشرانې، وزیرانې او سفیرانې دي. په ټولو پوړونو کې شته دي، لوړو زدکړو کې یې شمېر آن له نارینه وو ډېر دی. "

نوموړي زياتوي، "له دوی سره پر دې توافق وشو چې لږ تر لږه په ټیټه کچه پرمختګ وشي، په نادولتي ادارو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي چې نورو کورنیو ته مرستې ورسوي."

له دې سفر دا دی نژدې څلور نیمې میاشتې تېرېږي او دا ژمنه چې د قطر دا لوړ پوړی چارواکی وايي ور سره شوې نه ده عملي شوي. نه یوازې دا چې دا ژمنه او غوښتنه نه ده عملي شوې، بلکې د قطر د لومړي وزیر له سفر درې اونۍ وروسته د طالبانو حکومت د سینګارتونونو د تړلو امر هم وکړ. هغه چاره چې د افغان سوداګرو په وینا نژدې ۶۰ زره مېرمنې بې دندو کړې.

له سي اېن اې سره په مرکه کې له نوموړي دا پوښتنه هم وشوه چې د طالبانو لوی مشر ته یې دا نه ویل چې اسلام ښځې له کاره نه منع کوي؟

نوموړي په ځواب کې وویل، دی دیني عالم نه دی چې له هغه سره په دې اړه استدلال وکړي، خو وايي د اسلامي هېوادونو د کړنلارو په اړه استدلال کولی شي لکه قطر د یوه ویاړلي اسلامي هېواد په توګه چېرته ښځې له کاره او زدکړې نه دي منع شوي.

د طالبانو واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګ پورته او پوهنتونونو کې له زدکړو را ګرځول شوې. د روغتیايي ادارو په څېر ادارو پرته نورو ادارو کې د دندې کولو حق نه لري او آن په نړیوالو او کورنیو دولتي ادارو کې هم له کاره منع شوي دي.

طالبان وايي د ښځو کار او د نجونو زدکړې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو هڅه کوي خو د دوو کلونو په تېرېدو لا هم دغه چاپېريال نه دی چمتو شوی.

طالبان د ښځو د حقونو مسله د افغانستان کورنۍ مسله بولي، خو نړیواله ټولنه یې د بشري حقونو یوه اړونده قضیه بولي. افغانستان کې له ښځو سره د جنسیت له مخې د توپیري چلن په اړه ملګرو ملتونو کې د یوې غونډې ګډونوالو د اعلامیو او خبرو پر ځای پر عملي اقداماتو ټينګار وکړ. ځینو ګډونوال د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونې له امله پر طالبانو د بندیزونو غوښتنه وکړه.