تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د قطر لومړي وزیر او د طالبانو مشر په کندهار کې پټه ناسته کړې"
رویټرز خبري اژانس د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده تر منځ د پټې ناستې خبر ورکړی دی.
دغه آژانس د یوې سرچینې له قوله ویلي، دا ناسته د روانې مې میاشتې پر دولسمه د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې د دواړو مشرانو تر منځ شوې ده.
سرچینه زیاتوي، د دواړو مشرانو تر منځ دغه ناسته نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د رامنځته شوي کړکېچ د هوارۍ په موخه شوې. د طالبانو مشر تر اوسه په عامه محضر کې خلکو نه دی لیدلی، پیغامونه یې په لیکنۍ او غږیزه بڼه خپرېږي او یوازې یو تصویر یې رسنیو کې خپرېږي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي وو "نه غواړي په دې اړه څه ووايي."
خو په کندهار کې د عالمانو شورا یوه غړي بیا بي بي سي ته ویلي: "د دغې کتنې په اړه یې اورېدلي" خو پر جزیاتو یې خبر نه دی.
دا لومړی ځل دی د طالبانو مشر هبت الله له یوه بهرني مشر سره ګوري.
سرچینه وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن هم له دې خبرو خبر دی او له طالبانو سره د خبرو د دوام په ګډون د دواړو اړخونو تر منځ "د بحث وړ ټولو مسایلو کې همغږی" پاتی شوی.
دغې سرچینې چې د نوم نه ښودلو په شرط یې رویټرز خبري اژانس سره خبرې کولې ویلي، د نجونو پر زدکړو او ښځو پر کار د بندیزونو پای ته رسولو اړتیا هم د شیخ محمد او ښاغلي هبت الله د دغو پټو خبرو یوه برخه وه.
رویټرز کاږي: "دا ناسته قطر لپاره د یوې ډیپلوماتیکي بریا نښه ده، له یوې خوا د طالبانو له لوري پر ښځو د لګول شویو بندیزنو یې نیوکې کړي، داسې حال کې چې بلخوا بیا اسلامي غورځنګ سره د اوږدې مودې اړیکو په کارولو سره هڅه کوي د نړیوالې ټولنې او طالبانو تر منځ ژورې اړیکې ټینګې کړي."
امریکا هم له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لېري کړي او د کار، زدکړو اجازه دې ورکړي.
دا هڅې د دې لپاره دي چې پر طالبانو د نړۍ بندیزونه پای ته ورسوي او افغانستان کې روان بشري کړکېچ ته د حل لار ولټوي، چې له امله یې لسګونه میلیونه افغانان له لوږې او بې کارۍ سره مخ دي.
سپینې ماڼۍ د دغو خبرو په اړه له څه ویلو ډډه کړې او د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو مشر مولوي هبت الله چې یو سخت دریځه اسلامپاله دی، خپلو فرمانونو کې جوړجاړي ته ډېر زړه نه ښه کوي.
خو د قطر لومړي وزیر سره یې ناسته دا ښکاروي، چې نوموړی د افغانستان د انزوا حالت پای ته رسولو او بهرنیو مرستو ته د ودې ورکولو برخه کې د لارو موندلو په لټه کې دی، ځکه دغه هېواد کې له یوې ورځې بلې ته لوږه او بې وزلي په ډېرېدو ده.
رویټرز کاږي چې په دې ناسته کې ملا هبت الله د بشري ناورین د پای ته رسولو غوښتنه هم کړې.
رویټرز خبري اژانس د سرچینې له خولې ویلي: "دا ډېره مثبته ناسته وه. هبت الله نړیوالې ټولنې سره د خبرو د دوام لپاره ډېره لیوالتیا درلوده."
یادې سرچینې دا هم ویلي چې، شیخ محمد له ښاغلي هبت الله سره په ناسته کې د طالبانو له خوا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې د "پرلپسې هڅو" یادونه هم کړی، چې دا د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د ځپلو لپاره د طالبانو هڅو ته ښکاره اشاره ده.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته داعش ډلې څو ځله فغانستان کې سفارتونه او اقلیتونه په نښه کړي دي، چې ګڼو ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
امریکا او متحدین یې وايي، طالبان د القاعدې او پاکستاني طالبانو غړو ته پناه ورکوي، خو طالبان یې ردوي.
شیخ محمد چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم دی پر همدې ورځ کندهار کې د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند سره په ښکاره کتلي.
نوموړي سره د قطر د استخباراتو مشر هم مل و. قطر په ۲۰۱۳ کال کې د طالبانو استازو ته په خپل هېواد کې د دفتر پرانیستو اجازه ورکړه او د طالبانو له اوسني حکومت سره تر بل هر چا ډېرې نژدې اړيکي لري.