د امریکا ځینو کانګریس غړو له ولسمشر بایډن غوښتي چې د ټاکنیزو درغلیو له پلټنو مخکې د پاکستان نوی حکومت و نه مني

د خپرېدو وخت

د امریکا کانګریس یو شمېر غړو په یوه لیک کې د دې هېواد له ولسمشر جو بایډن او بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن غوښتي چې د پاکستان ټولټاکنو کې د ادعا شویو درغلیو پلټنو بشپړېدو تر مهاله د دې هېواد نوی حکومت نه مني.

د امریکا ټیکساس ایالت یوه کانګړیس غړي ګریګ کاسار د دې لیک یوه کاپي پر خواله رسنۍ ایکس خپره کړې ده. پر دې غوښتنلیک د کانګریس د نژدې ۳۰ نورو غړو لاسلیکونه هم لیدل کېږي.

په دې لیک کې چې د امریکا ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ته لیکل شوی راغلي: ''تر څو چې په ټولټاکنو کې د لاسوهنې بشپړ، شفاف او کره تحقیقات نه وي شوي، باید د پاکستان نوی حکومت و نه منل شي.''

په لیک کې دغه راز ویل شوي، چې: ''پاکستاني چارواکي باید هغه کسانو خوشي کړي، چې د سیاسي فعالیتونو او یا ویناګانو له کبله نیول شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ته باید دنده ورکړل شي، چې د داسې کسانو تفصیل راټول کړي او د خوشي کېدو غوښتنه یې وکړي.''

د کانګریس غړو په دې غوښتنلیک کې دغه راز ویل شوي، چې ''باید پاکستاني چارواکو ته وویل شي، چې امریکا له هغه چا سره حساب، کتاب کوي، چې له بشري حقونو سرغړوونه کوي او جمهوریت ته زیان اړوي.''

په لیک کې د هغو سزاګانو یادونه شوې، چې د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان ته په دا وروستیو کې د پاکستان محکمو له لوري ورکړل شوې او دغه راز د فبرورۍ پر اتمه د ټولټاکنو پر ورځ پاکستان کې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندولو خبره هم یاده شوې ده.

د امریکا کانګریس غړو د لیک په پای کې ویل شوي، ''پاکستان د امریکا پخوانی اتحادي هېواد دی او موږ په سیمه کې د ټیکاو ټینګښت او له ترهګرۍ سره مبارزه کې د دواړو هېوادونو اړیکي منو. د امریکا ګټه دا ده، چې پاکستان کې ولسواکي وغوړیږي، د ټاکنو پایلې پکې باید د پوځ او اشرافیه پر ځای د پاکستان د خلکو د ګټو استازیتوب وکړي.''

پاکستان کې د ولسمشر ټاکنې اعلان

بل لور د پاکستان ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره مهالوېش اعلان کړی دی.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون ویلي، د مارچ پر نهمه به د پاکستان پارلمان ودانۍ، پنجاب اسمبلۍ، د سند په صوبايي اسمبلۍ ودانۍ او دغه راز د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلیو ودانیو کې د ولسمشر ټاکنې لپاره رایې ورکول کېږي.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون وايي، هغه کسان چې غواړي کاندید شي کولای شي د مارچ تر دویمې پورې د اسلام اباد، کراچۍ، پېښور او کوټې اړوند دفترونو ته خپل اسناد وسپاري او د مارچ پر څلورمه به د اسنادو ارزونه کېږي.

د کمېسیون په خبره د مارچ پر پنځمه به د کاندیدانو وروستی یا نهايي نوملړ خپور شي.

د یادونې ده، چې پاکستان مسلم لیګ(ن) او د پاکستان خلکو یا پیپلز ګوند مشرانو له مخکې ویلي چې مخکینی ولسمشر اصف علي زرداري به د دوی مشترک کاندید وي.