د اسرائيلو پوځ د غزې ښار اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د اسرائيلو پوځ د غزې ښار ټولو اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی او ويلي يې دي چې د دغې تړانګې جنوب ته چې دوی "بشري سیمه" بللې ولاړ شي.

اسرائیل وايي د خان يونس په مواصي سیمه کې به "ساحوي روغتون، د اوبو نلونه او د خوړو د وېش مرکزونه" جوړ کړي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې شاخوا يو ميليون خلک د غزې ښار شاوخوا سيمو کې ژوند کوي او پر دې د اسرائيلو بريد ښايي "ناورین" رامنځته کړي.

خبريالان وايي د غزې جنوب کې چې مخکې هم "بشري سيمه" بلل شوې وه څو ځله پرې هوايي بريدونه شوي وو او لسګونه کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

اسرائيل وايي غواړي په بشپړه توګه د غزې تړانګې کنټرول په لاس کې واخلي. خو ملګرو ملتونو په مکرر ډول په غزه کې د پوځی عملياتو او د ملکي وګړو د برخلیک په اړه د اسرائیلو د پلانونو له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان خبرداری ورکړی چې په غزه کې د جګړې له پیل راهيسې ۳۷۰ فلسطينيان د لوږې له کبله مړه شوي دي.

بل پلو د حماس پوځي څانګې غزالدين قسام د دوو اسرائيلي يرغمل شويو داسې ويډيو خپره کړې چې په يوه موټر کې د غزې ښار له نړېدلو ودانيو تېرېږي.

په ويډیو کې چې د حماس پوځي ډله يې نېټه د اګست ۲۸ بولې، اسرائیلي يرغمل ګای ګيلبوا دلال په عبري ژبه د اسرائيلو له لومړي وزير غواړي چې د غزې ښار له نيولو تېر شي.

په ويډيو کې ګای ګيلبوا دلال وايي، حماس له اتو نورو کسانو سره نيولی او د خوشي کولو هېڅ اراده يې نه لري. نوموړي له اسرائيليانو غوښتي چې د جګړې پر ضد مظاهرې وکړي.

د اسرائیلو د لومړي وزير دفتر ويلي، چې د ويډيو له خپرېدو وروسته یې د دغو يرغمل شويو له کورنيو سره خبرې کړې دي.

د یاد دفتر په اعلاميه کې راغلي چې "هېڅ تبلیغاتي ويډيو" به د حماس د له منځه وړلو او د يرغملو د خوشی کولو لپاره د غزې پر ښار د بريد مخه ونشي نیولی.

د اسرائيلو پوځ اټکل کوي چې له پاتې ۴۷ يرغمل شويو کسانو څخه ۲۵ تنه يې مړه شوي او دوی هڅه کوي چې جسدونه یې ترلاسه کړي.

د يرغمل شويو کسانو کورنيو او ملاتړو د جمعې به ورځ په بيت المقدس او تل ابيب کې مظاهرې وکړې او د خوشي کېدو غوښتنه یې کوله.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون وویل، سپینه ماڼۍ د حماس سره په جدي خبرو اترو کې ده چې موخه یې د ټولو یرغمل شویو کسانو خوشې کول دي.