تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوچا د کاپ ۲۹ غونډې پر ګډونوالو غږ کړی چې د افغانستان وضعيت له پامه ونه غورځوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په باکو کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د نړیوالې غونډې له مشرانو غوښتي، چې د افغانستان په څېر د اقلیم بدلون له امله ډېر زیانمن شوي هېوادونه له پامه ونه غورځوي.
د اذربايجان پلازمېنه باکو کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د اقليم بدلانه نړيواله غونډه يا کاپ ۲۹ کې لږ تر لږه د ۷۰ هېوادونو او سازمانونو مشرانو ګډون کړی دی.
هدف يې دا دی چې د نړيوالې تودوخې مخنيوي لپاره د حللارې موندلو، د شين کوريزه ګازونو کمول او د اقليم له بدلونه د زيانمنېدونکو هېوادونو سره مرسته کول دي.
اوچا پر اېکس ټولنيزه رسنۍ خپاره کړي يوه پوسټ کې په دې غونډه کې پر شته نړيوالو مشرانو غږ کړی چې د افغانستان وضعيت له پامه ونه غورځوي.
اوچا اته لاملونه په ګوته کړي چې له مخې يې افغانستان د کاپ ۲۹ غونډې د ګډونوالو له خوا سملاسي اقداماتو ته اړتيا لري، دغه بنسټ وايي افغانستان د شين کوريزه ګازونو د ټيټې کچې پر توليد سربېره د اقليم د بدلون له ويجاړونکو اغېزو سره مخامخ دی.
افغانستان يو له هغو لسو هېوادونو دی چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډېر اغېزمن شوی په داسې حال کې چې د شين کوريزه ګازونو په توليد کې يې ونډه له ۰.۱ سلنه کمه ده.
اوچا ويلي تېر کال افغانستان په پرلپسې توګه د درېيم کال لپاره د وچکالۍ شاهد و او په ۲۰۲۲ کال کې دې هېواد په تېرو دريو لسيزو کې تر ټولو سخته وچکالي تجربه کړه.
د دغه بنسټ د شمېرو له مخې د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي پر کرنې متکي دي او هر ډول بدلون د هغو کورنيو لپاره ګواښ دی چې له وړاندې د خوړو خونديتوب او خوارځواکۍ شاهد دي.
د تودوخې لوړوالی په دغه هېواد کې د يخچالونو او واورو ويلې کېدو لامل شوی چې له امله يې په ښاري سيمو کې د اوبو کمښت رامنځته شوی.
په شمال لوېديځ او جنوب کې ۷۰ سلنه ځمکه اغېزمنه او کرنه يې زيانمنه کړې ده.
اوچا ويلي د سږني ژمي سړه هوا به هم د کرنې موسم د ننګونو سره مخامخ کړي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري ناورين سره مخامخ دی او شاوخوا ۲۳ ميليونه او ۷۰۰ زره وګړي يې پر بشري مرستو تکيه لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي په افغانستان کې د اقليم د بدلون له کبله رامنځته شويو زيانونو د جبرانولو لپاره شوي بشري اقدامات بسنه نه کوي او په اوږد مهال کې د خلکو د خونديتوب لپاره بېړنيو ګامونو ته اړتيا ده.
دې ادارې د پيسو راټولولو انلاين کمپاين هم پيل کړی او ويلې يې دي چې دا مرستې به زيانمنو سيمو کې د فعالو همکارو موسسو له لارې پر اړمنو کسانو ووېشي.