الکساندر ماتیو: یوازې د سیاسي کړکېچ حل پر نړیوالو بشري مرستو د افغانستان تکیه کمولی شي

ماتیکو

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون چارواکي وايي، په افغانستان کې زیاتېدونکی بشري ناورین یوازې د اوسني په ټپه ولاړ سیاسي وضعیت له حل کېدو سره کمېدای شي.

اسیايي هېوادونو لپاره د دغه فدراسیون مشر الکساندر ماتیو ویلي، افغانستان کې سیاسي بن بست د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې مخه نیولې.

د نوموړي په وینا له دې کبله بشري وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

ښاغلي ماتیو ټینګار کړی چې څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغه دا څرګندونې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون د دورځنۍ عمومي اسمبلۍ په وروستۍ ورځ افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو د بحث پر مهال کړې.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

نوموړی زیاته کړې، د دغو اړمنو خلکو لس سلنه چې ډېری یې ماشومان دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

اسیايي هېوادونو لپاره د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون مشر وايي، د افغاني سرې میاشتې په اړوندو کلینیکونو او نورو روغتیايي مرکزونو کې د هغو ماشومانو شمېر په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی، چې په شدیده خوارځواکۍ اخته دي.

ښاغلي ماتیو ویلي، په افغانستان کې دغه بشري ناورین د اوسنی سیاسي وضعیت له بن بست سره تړلی او یوازې هغه وخت کمېدای شي چې په دغه هېواد کې سیاسي کړکېچ پای ومومي.

دی وايي: "په افغانستان کې سیاسي کړکېچ دی، په نړیوال سیاست کې بن بست چې د سوداګرۍ او پراختیايي پانګونې د امکان مخه نیسي، باید حل شي. زه پوهېږم چې دا ډېره پېچلې ده، خو یوازینۍ لار چې پر بشري مرستو د دغه هېواد تکیه کمولای شي، د سیاسي په ټپه ولاړ حالت حل دی."

ماتیو

د عکس سرچینه، IFRC

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون دغه چارواکی زیاتوي چې که په افغانستان کې دننه له مرستندویه بنسټونو لکه سرې میاشت او نورو سره مرسته وشي، چې په اقتصادي توګه خپلواک او سیاسي وضعیت ښه‌ شي، اوسنی بشري حالت ورسره ښه کېدای شي.

دی وايي، ډېرو مرستندویه بنسټونو په کافي ډول هغه بهرنۍ مالي مرستې نه دي ترلاسه کړې چې ژمنه یې ورسره شوې وه.

د طالبانو حکومت پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې نه یوازې دا چې هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، بلکې د نړیوالو لخوا له بانکي او مالي محدودیتونو سره هم مخامخ شوی دی.

په دې لړ کې امریکا د افغانستان بانک څه باندې نهه میلیارد ډالره پانګه کنګل کړې چې د طالبانو په حکومت کې دغه بانک ورته لاسرسی نه لري.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

وړاندې د ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو هم ورته انديښنې ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې میلیونونه خلک کافي خواړه نه لري چې له امله یې خوارځواکي زیاته شوې.

تېره اونۍ د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي ویلي و، افغانستان په نړۍ کې د لوږې په یوه مرکز بدل شوی او د دغه هېواد له هرو څلورو، درې کسان یا څه باندې ۲۷ میلیونه خلک په کافي اندازه خواړه نه لري.

ډبلیو اېف پي زیاته کړې چې په ټول افغانستان کې کورنۍ د ژمي لپاره بېړنیو او دوامدارو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي، تر درې میلیونو ډېر افغان ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي په خوارځواکۍ اخته دي.