ټرمپ خپل د ملي امنیت سلاکار له دندې لېرې او ملګرو ملتونو کې سفیر نومولی دی

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مایک والټز پخوانی پوځي دي او افغانستان کې د جګړې مخینه هم لري
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز له دې دندې لېرې کړی او نوموړی یې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازولۍ ته نومولی دی.‌

ټرمپ پر خپله "تروت سوشیل" خواله رسنۍ یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د اوسنۍ دندې ترڅنګ په لنډمهاله ډول د ملي‌امنیت شورا سلاکار په توګه هم فعالیت کوي.‌

ټرمپ لیکلي، "مایک والټز پوځي جامو کې د جګړې له ډګره رانیولې، تر کانګرس او زما د ملي امنیت تر سلاکارۍ پورې، ملي ګټو ته د لومړیتوب ورکولو لپاره سخت کار کړی دی. "

نوموړي‌ زیاته کړې "پوهېږم چې هغه به په خپل نوي نقش کې هم همداسې وکړي. "

ښاغلي والټز هم پر خپله اېکس پاڼه د ولسمشر ټرمپ‌ د دغه پیغام یو سکرین‌شاټ خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي: "پر دې ډېر ویاړم چې ولسمشر ټرمپ او زموږ لوی ملت لپاره خدمت ته دوام ورکوم."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

تر دې مخکې له امریکا په ځینو خپرو شویو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې ګواکې ښاغلی والټز له خپلې دندې استعفا کوي.‌

په امریکا د بي‌بي‌سي خبري شریک سي‌بي‌اېس او رویټرز خبري اژانس ویلي چې د ښاغلي والټز مرستیال الکس وانګ هم خپله دنده پرېږدي.

مایکل والټز له تېرو څو اوونیو راهیسې له دې کبله له سختو نیوکو سره مخامخ و چې په تېروتنې یې یمن کې د حوثیانو پر اهدافو د بریدونو پلانولو لپاره جوړ کړي چټ ګروپ ته یو ژورنالیست شامل کړی و.

د ټرامپ حکومت تر دې رسوایۍ وروسته په دغه ګروپ کې شریک شوي مالومات کم اهمیته بللي و.‌

مایکل والټز مخکې کانګرس کې د فلورېډا استازی و. هغه پخوا پوځي دی او د جورج ډبلیو بوش د حکومت پر مهال افغانستان کې د طالبانو خلاف د جګړې مخینه هم لري.

نوموړي د بایډن ادارې لخوا له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پر ناسم مدیریت توندې نیوکې کولې.‌

د ملي امنیت نوی سلاکار به څوک وي؟

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو (کیڼ) به لنډمهال لپاره د ملي امنیت سلاکار په توګه هم فعالیت کوي

ښاغلی والټز د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره کې د هغه د ادارې تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې سپینې ماڼۍ ‌پرېږدي.

امریکا کې د ملي امنیت د سلاکار دنده ډېره مهمه ده او په امنیتي مسایلو او همدا راز بهرنیو ګواښونو ته د ځواب ویلو د څرنګوالي برخه کې د ولسمشر اصلي سلاکار بلل کېږي.

د اوکرایین له جګړې رانیولې د غزې تر کړکېچ او بیا د ایران تر اټومي پروګرامه دا ټول مسایل په دې ډله کې شاملېږي.

کله چې ټرمپ‌ نوموړی د ملي امنیت سلاکار ټاکه نو هغه یې "د چین، روسیې، ایران او نړیوالې ترهګرۍ له اړخه د ګواښونو کارپوه" بللی و.

اوس په واشنګټن کې ګنګوسې دا دي‌ چې منځني ختیځ‌ لپاره د امریکا ځانګړی استازی‌، سټېف ویټکاف چې د املاکو کاروباي او د ټرمپ شخصي ملګری دی، ښايي د والټز ځایناستی وټاکل شي.

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سټیف ویټکاف منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی دی

په دې لړ کې بل نوم د ریک ګرېنېل اخیستل کېږي چې د ټرمپ ځانګړی استازی دی او اوږده دېپلوماتیکه مخینه لري.

د یادونې ده چې ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت څلور سلاکاران بدل کړي وو.

لومړی یې مایکل فلېن و چې یوازې درې اوونۍ یې خدمت وکړ.

جان بولټن یې د ملي امنیت بل سلاکار و چې بیا وروسته یې د ټرمپ په اړه یو کتاب ولیکه.

بولټن د پنجشنبې پر ورځ بي‌بي‌سي ته وویل، چې د والټز لېرې کول د ټرمپ د لومړۍ دورې د ګډوډۍ یاد تازه کوي.‌