تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هندي استازي لخوا د 'ترهګرستان' یادولو ته د پاکستان سخت غبرګون: 'د ملګرو ملتونو غړي هېواد نوم بدلول له شرمه ډکه چاره ده'
د شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د هند بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر په خپله وینا کې د پاکستان له نوم اخیستو پرته څو ځله دې هېواد ته اشاره وکړه.
ښاغلي شنکر وویل:'' له ترهګرۍ سره مبارزه زموږ لپاره لومړیتوب لري، ځکه دا د جنونیت، تاوتریخوالي، نه زغم او ویرې ټولګه ده. هند د خپلواکۍ له ترلاسه کولو راوروسته له دې ننګونې سره مخامخ دی، ځکه زموږ یو ګاونډی له اوږدې مودې راهیسې د نړیوالې ترهګرۍ مرکز پاتې شوی دی.''
نوموړي وویل، په تېرو څو لسیزو کې د لویو نړیوالو ترهګریزو بریدونو رېښې دغه هېواد ته رسېږي، او ''په اپریل میاشت کې د پهلګام پېښه کې د بېګناه سیلانیانو وژنه د دې تازه بېلګه ده.''
ښاغلي شنکر وویل، هند د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره خپل حق کارولی او د پهلګام د برید پلان جوړونکي او مجرمین یې محاکمه کړي دي.
د هند بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې ترهګري یو ګډ خطر دی او له دې سره د مبارزې لپاره پراخه نړیواله همکاري اړینه ده.
نوموړي زیاته کړه: ''کله چې هېوادونه په ښکاره ډول ترهګري د دولتي پالیسۍ په توګه وګڼي، کله چې د ترهګرو مرکزونه په صنعتي کچه فعالیت کوي، کله چې برالا د ترهګرو ستاینه کېږي، نو دا ډول کړنې باید بې قیده او شرطه وغندل شي.''
د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ترهګرۍ مالي سرچینو بندول اړین دي. ''د لویو ترهګرو پر ضد د اقداماتو ترڅنګ موږ باید د ترهګرۍ پر ټوله اډانه پرلپسې فشار وساتو. هغه هېوادونه چې د ترهګرۍ ملاتړي دي، بالاخره به د خپلو کړنو بیه پرې کړي.''
د پاکستان سخت غبرګون
د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر لخوا د ملګرو ملتونو په غونډه کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي نیوکې، او د هندي استازي لخوا پاکستان ته د ټیررستان ''ترهګرستان'' نوم ورکولو ته پاکستان سخت غبرګون څرګند کړی.
د هند بهرنیو چارو وزیر د دې څرګندونو په ځواب کې، د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستاني ماموریت سکرتر مرستیال محمد راشد وویل چې جی شنکر هڅه کوي پاکستان بدنام کړي.
هغه وویل: "اصلاً هند خپله د ترهګرو مرسته کوونکی دی او سویلي اسیا یې د خپلو پراختیا غوښتونکو ارمانونو او بنسټپالو نظریاتو له امله یرغمل کړې ده."
محمد راشد زیاته کړه: "رښتیا دا دي، چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له ۹۰ زرو د زیاتو انسانانو قرباني ورکړې، چې نړیواله ټولنه یې هم مني."
د پاکستاني استازي د څرګندونو په ځواب کې، د هند ماموریت دویم سکرتر سري نواس وویل: "د هند بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې د هیڅ هېواد نوم وانخیست، خو بیا هم پاکستان غبرګون وښود او پخپله یې دا ومنله چې سرحدي ترهګري له دوی سرچینه اخلي."
هغه زیاته کړه: "هیڅ دلیل یا دروغ به د 'ټیررستان' (ترهګرستان) جرمونه پټ نه کړي."
د هند د استازي د څرګندونو په غبرګون کې یو ځل بیا د ځواب حق کارولو پر مهال، د پاکستان استازي محمد راشد وویل: "دا دومره شرموونکې خبره ده چې هند تر دې حده ټیټ شوی، چې د ملګرو ملتونو د یو غړي هېواد نوم تحریفوي."
هغه وویل: "د یوه خپلواک هېواد نوم پورې ټوکې کول د ټول ملت د سپکاوي او توهین قصدي هڅه ده."
محمد راشد زیاته کړه: "دا کومه سیاسي غونډه نه ده... هند نړۍ ته د ښوولو لپاره هیڅ نه لري، نو ځکه بې بنسټه خبرې کوي چې د جدي بحث وړ نه دي."