تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسه کې يو افغان د "بريد د تکل" په تور نيول شوی
فرانسوي چارواکي وايي، یو افغان وګړی یې پر یوه فوټبال لوبغالي او یا د پلورنځیو پر یوه مرکز د برید د تکل په تور نیولی دی.
د چارواکو په وینا، دغه کس چې ۲۲ کلن دی تېره سې شنبه په تولوز ښار کې نیول شوی دی.
د فرانسې ترهګرۍ-ضد پلټونکو ویلي، داسې ښکاري چې دغه کس د "اسلامي دولت" (داعش) په نامه وسلوالې ډلې سره تړاو درلود.
فرانسوي چارواکو د دغه کس په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او لا هم نه ده روښانه چې کله فرانسې ته تللی دی.
یاد پلټونکي وايي داسې هم برېښي چې دغه سړي له هغه ۲۷ کلن افغان سره هم تړاو درلود، چې د امریکا په اوکلاهوما ښار کې په همدې ورځ نیول شوی او تور پرې پورې شوی، چې راتلونکې میاشت یې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر ورځ د امریکایانو د وژنې پلان جوړ کړی و.
د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي ای) ويلي دغه کس چې په امريکا کې نيول شوی و نصير احمد توحيدي نومېږي او له هغو خلکو یې د وسلو او مهماتو د رانیولو هڅه کوله، چې اېف بي ای له پاره یې پټ کار کاوه.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي ښاغلي توحيدي چې د چارواکو په وینا له اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) يې الهام اخیستی و او د دغې ډلې په ملاتړ يې د ټاکنو په ورځ پلان درلود چې په ګڼه ګوڼه کې خلک په نښه کړي.
د ادعا له مخې، ۲۷ کلن توحیدي په ۲۰۲۱ کال کې د کډوالۍ په ځانګړې ویزه امریکا ته تللی و. دا ویزه په افغانستان کې هغو خلکو ته ورکول کېږی چې د امریکا لپاره يې کار کړي وي.