د طالبانو حکومت اېم پاکس ناروغي د افغانستان لپاره ګواښ بللی او وايي لازم تدبيرونه يې نيولي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت اېم پاکس ناروغۍ (بيزوګي چيچک) د دغه هېواد او سیمې لپاره ګواښ بللی او وايي د دې ناورغي د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.

د خیبر پښتونخوا په مردان کې د بیزوګي چيچک یا 'منکي پاکس' د یوې مثبتې پېښې له ثبتېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت وايي د ناروغۍ د لېږد د مخنیوي لپاره یې صفري نقطو کې روغتیايي څېړنډلې ګومارلې دي.

د ياد وزارت ویاند شرافت زمان وايي، د اېم پاکس ساري ناروغۍ ټیمونه به افغانستان ته ورتلونکي په ځانګړې توګه له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو ارزونه کوي او مشکوک کسان به قرنطین کوي.

نوموړی وايي، "ډېری ساري ناروغۍ داسې وي چې له يوې سيمې بلې ته لېږدي، په پاکستان کې د اېم پاکس وروستۍ پېښه د افغانستان او سیمې لپاره ګواښونکې او خطري ده."

وړمه ورځ پاکستان کې د عامې روغتیا مسوولینو په دغه ناروغي د یوه کس اخته کېدل تائید کړل. د دغه هېواد د عامې روغتیا فدرالي ادارې یوه ویندوی ویلي وو، یاد کس د خیبر پښتونخوا د مردان اوسېدونکی دی، چې له خلیجي هېوادونو بېرته پاکستان ته ستون شوی و.

وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو‌ اېچ ‌او) د افریقا په ځینو برخو کې د اېم‌پاکس ناروغۍ له خپرېدو سره د عامې روغتیا بېړنی وضعیت اعلان کړی، چې په نړیواله کچه د اندېښنې وړ ده.

اېم‌پاکس چې پخوا د منکي پاکس (د بیزو چیچک) په نامه پېژندل کېده، په چټکۍ لېږدېدونکې ناروغي ده او په کانګو جمهوریت کې یې د خپرېدو په لومړیو کې لږترلږه ۴۵۰ کسان وژلي دي.

دا ناروغي اوس د مرکزي او ختیځې افریقا لروبر خپره شوې او ساینسپوهان یې د نوې ډول ډېرې چټکې خپرېدا او د مړینې لوړې کچې ته اندېښمن دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر 'ټیډروس اډانوم ګېبریېسوس ویلي، چې په افریقا او له دې وچې بهر د دې ناروغۍ د نورې خپرېدا احتمال "ډېر د اندېښنې وړ دی".

هغه زیاته کړې چې د دې ناروغۍ مخنیوي او ژوند ژغورلو لپاره "یو همغږی نړیوال غبرګون اړین دی."

اېم‌پاکس له اخته کس سره د جنسي اړېکې، د پوستکي تماس، له نژدې د خبرو او تنفس له لارې لېږدي.

دا ناروغي د والګي په څېر د نښو نښانو او د پوستکي د ټپونو لامل کېږي او کېدای شي مرګونې ثابته شي.

پر دې ناروغۍ له هرو سلو اخته کسانو شاوخوا څلور ژوند بایلي.

اېم‌پاکس دوه عمده بڼې لري – کلېډ-۱ او کلېډ-۲. "کلېډ-۲" یې يو څه معتدله بڼه او په افریقا کې د ۲۰۲۲ کال د عامې روغتیا بېړنی وضعیت د همدې بڼې د خپرېدو له کبله اعلان شوی و.

خو دا ځل "کلېډ-۱" بڼه په خپرېدو ده چې ډېره وژونکې ده. دې بڼې د مخکینۍ خپرېدو پر مهال د اخته کسانو لس سلنه وژلي او دا شمېر لا په لوړېدو دی.