تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکراییني چارواکي وايي پر کیېف یې د روسي ډرونونو یو ستر برید شنډ کړی
د اوکرایین پوځي چارواکي وایي د یکشنبې سهار وختي یې د دغه هېواد د پلازمېنې کیېف فضا کې شاوخوا شل روسي ډرونونه ویشتلي او په دې توګه یې نسبتآ یو ستر برید شنډ کړی دی.
دوی ویلي چې په دغه برید کې ایراني "شاهد" ډرونونه کارول شوي وو.
اوکراییني چارواکي زیاتوي چې د دغو ډرونونو پاتې شوني بېلابېلو سیمو کې راغورځېدلي، خو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړ شوی.
رپوټونو کې راغلي چې کیېف کې د لږترلږه لسو چاودنو غږونه اورېدل شوي او ترڅنګ یې د خبرداری زنګ هم کړنګول شوی چې ځايي اوسېدونکي سرونه پناه کړي.
د کیېف د پوځي ادارې مشر سېرهي پوپکو ویلي، د ویشتل شوي ډرون د پاتې شونو راغورځېدو له کبله د ملکي استوګنې په یوه ودانۍ کې اور هم لګېدلی و، چې ژر بېرته ووژل شو.
دغه ډرونونه د کیېف مرکز ته په نږدې سیمو کې ویشتل شوي.
د اوکرایین پر پلازمېنه پخوا هم ورته بریدونه ډېر شوي.
خو د دغه ښار د هوايي دفاع سیستم د روسیې د ډرونونو او راکټي بریدونو په شنډولو کې اغېزناک ثابت شوی دی.
ښاغلي پوپکو ویلي دغه سیستم یکشنبه سهار وختي تر شلو پورې 'شاهد' ډرونونه په نښه او را غوځولي دي.
هغه زیاته کړې چې دغه ډرونونه له بېلابېلو لوریو کیېف ته ورداخل شوي وو.
د نوموړي په وینا د ډېرو ډرونونو پاتې شوني پرانستې فضا کې غورځېدلي خو ځینو موټرونو ته یې زیانونه اړولي دي.
له دې سره هممهاله روسیې ادعا کړې چې کریمیا ټاپو وزمې ته نږدې یې د تور سمندر پر سر د اوکرایین ۸ ډرونونه لمنځه وړي.
په دې وروستیو کې د روسیې له پلازمېنې مسکو او نورو ښارونو په بیا بیا د ډرون بریدونه خبرونه ترلاسه شوي دي.
روسیه د دغو بریدونو پړه پر کیېف اچوي، خو اوکراییني چارواکي په زغرده په دې اړه تبصره نه کوي.
د روسیې دفاع وزارت دا ادعا هم کړې، چې سمندري ځواکونو یې د اوکرایین درې ګړندۍ کښتۍ چې د کریمیا پر لور روانې وې، ډوبې کړې دي.
دې وزارت ویلي دغو کښتیو د اوکرایین د سمندري ځواکونو سرتېري لېږول، چې د 'سنېک' ټاپو شمال ختیځ کې وویشتل شوې.
بيبيسي په خپلواک ډول د روسیې دا ادعا نشي تاییدولی.
مسکو همدا څو ورځې مخکې هم ویلي وو چې کریمیا ته نږدې یې د اوکرایین ۴ چټکۍ بېړۍ لمنځه وړې دي.
تر دې وړاندې د اوکرایین د دفاع نوي وزیر رستم عمروف پر خپلو لوېدیزو متحدانو غږ وکړ چې د جګړې ګټلو لپاره ورسره د وسلو مرسته جاري وساتي.
هغه وویل "موږ د تامین شوي ملاتړ قدرداني کوو... موږ نورو درنو وسلو ته اړتیا لرو. همدا نن ورته اړتیا لرو، همدا اوس."