تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې پر کیېف د چاودېدونکو ډرونونو تر ټولو ستر برید کړی
روسیې یو ځل بیا پر اوکرایین د چاودېدونکو ډرون او توغندیو پراخ برید کړی دی.
پلازمېنه کیېف کې چارواکو ویلي چې دغلته د تېرې شپې په دغو بریدونو کې لږترلږه ۵ تنه ټپي شوي دي.
دوی دا پر کیېف د کاميکازې ډرونونو تر ټولو ستر برید بللی. د کیېف ښاروال ویتالي کليتچکو ویلي، چې پر دغه ښار برید لپاره ۶۰ چاودېدونکي ډرونونه کارول شوي.
هغه زیاته کړې چې ۳۶ ډرونه د دفاعي سیستمونو په وسیله په نښه او شنډ شوي او دا چې ګوندې دغه ۵ کسان ځمکې د دغو ډرونونو د پاتې شونو د راغورځېدو له کبله ټپي شوي دي.
په سویلي اودېسا سیمه کې بیا په دغو بریدونو کې یو کس وژل شوی.
بي بي سي دا شمېرې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.
د اوکرایین سره میاشت وايي، د دوی زېرمتون هم لګېدلی.
د رپوټونو له مخې پر دغه زېرمتون د تورې بحیري په اودیسا بندري ښار کې برید شوی.
دا تېرو اتو ورځو کې پر کیېف دا ډول څلورم برید دی.
دا برېد داسې مهال شوی چې روسیه سبا سې شنبه دویمه نړویواله جګړه کې پر نازي جرمني د بریا ورځې لمانځلو ته چمتووالی کوي.
د اوکرایین پوځ ویلي چې د روسیې دغو بریدونو څلور نیم ساعته دوام درلود.
دغو بریدونو کې ایراني شاهد کاميکازې یا چاودېدونکي ډرونونه کارول شوي.
د اوکرایین د سویلي قومندانۍ ویاندې نتالیه هومېنیوک ویلي، چې دغو بریدونو کې وژل شوی کس امنیتي ساتونکی دی.
پر کیېف او اودېسا سربېره له خارکيف، خېرسون زاپورویژیا او مایکولایف سیمو هم د توغندیو د بریدونو رپوټونه ورکړ شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي په دغو بریدونو کې د خېرسون د سویل په دوو کلیو کې د یوه ماشوم په ګډون ۸ کسان ټپي شوي دي.
زاپورویژیا کې د روسیې لخوا د ګومارل شوې ادارې مشر ویلي، چې د اوکراییني ځواکونو پوستې او یو زېرمتون په نښه شوی دی.