ملګري ملتونه:‌ "له درملنې وړ ناروغیو هره ورځ کابو ۱۷۰ نوزیږدي افغان ماشومان مري"

ماشوم

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی چې هره ورځ نږدې ۱۷۰ نوي زېږېدلي افغان ماشومان له داسې ناروغیو مري چې درملنه او مخنیوی يې شونی وي. په افغانستان کې د دغه بنسټ دفتر پر ټویټر خپره کړې وینا کې په دې اړه د ګام اخیستو غوښتنه هم کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان پر ټویټر خپاره کړي یوه بیان کې دا هم ویلي چې دوی باید د ژوند ژغورلو او د مور او ماشوم د ښې روغتیا لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

دا شمېرې د یاد بنسټ د هغې نړیوالې ډېټا برخه ده چې د ټولې نړۍ د هېوادونو په اړه راټولېږي او خوندي کېږي. د هغې ډېټا د وروستیو شمېرو له مخې په نړیواله کچه هند، نایجریا او پاکستان د هغو هېوادونو په سر کې دي چې تر ټولو ډېر نوي زېږېدلي ماشومان پکې مري. افغانستان په دغه نوملړ کې اتم هېواد دی.

خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت که څه هم په دې اړه شمېرې نه لري خو د روغتیا د نړیوال سازمان دا شمېرې ردوي.

د روان کال په پیل کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه د خپلو ټولو شپږو ګاونډیو هېوادونو له یو ځايي شمېرې لوړه ده. دغه ریپوټ ویلي وو چې په هرو یو لک زیږونونو کې ۶۲۰ مړینې ثبتېږي چې دا په آسیا کې د ورته مړینو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ چې ښځې په کورونو بندې وې له هرو زرو ماشومانو سل يې له یو کلنۍ وړاندې مړه کېدل خو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د مور او ماشوم په روغتیا کې له چټک بدلون سره دا شمېر په ۲۰۱۵ کې تر نيمايي ښکته شو او له زرو شاوخوا ۴۵ شاوخوا پورې راټیټ شو. اوس دا شمېر په زرو کې شاوخوا ۴۳ دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

هیموفیلیا ناروغي

بله خوا د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پرون د هیموفیلیا ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت هم د دغې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره له نړیوالو د امکاناتو او تجهیزاتو غوښتنه کړې. د وینې د ملي بانک مشر ډاکټر محمد ناصر صادق ویلي افغانستان په دې برخه کې هم متخصصینو او هم امکاناتو ته اړتیا لري.

د هیموفیلیا نړیوال فیدراسیون سږکال دا ورځ ټولو ته د لاسرسي او نړیوالو میعارونو پر بنسټ له خونریزې نه د مخنیوي تر شعار لاندې لمانځي.

هیموفیلیا یوه ارثي ناروغي ده چې پرې د اخته کس بدن په وینه کې د فکتورونو په نامه پروتینونو د کمښت له امله نه شي کولای د خونریزۍ مخه ونیسي یا په بله اصطلاح وینه لخته کړي.

دا ناروغي د درملنې وړ ده خو د افغانستان په ولایتونو کې یې د درملنې مرکز نه شته او یوازې په پلازمېنه کابل کې د وینې په ملي بانک کې یو کلنیک لري.

تازه ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له شل مېلیونو ډېر د مرستو د کمښت له امله د خوارځواکۍ، ساري نارغویو او نورو روغتیايي ستونزو له ډېرېدونکي ګواښ سره مخ دی.