تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسلام آباد: دا پر عدالت ملنډې دي
د پاکستان چارسمبالي حکومت د هند سترې محکمې هغه حکم رد کړی، چې له مخې یې د ډيلي تر ولکې لاندې کشمير ځانګړي حالت لغوه کولو په اړه د نرېندر مودي حکومت پرېکړه قانوني بللې ده. اسلام آباد، چې د ټول کشمير داوه لري، ويلي دا پر عدالت ملنډې دي.
په خپله نرېندر مودي دا حکم، د يوه ښه راتلونکي لپاره ژمنه بللې، خو د کشمير سياسي ګوندونو ويلي ناهيلي شوي دي.
ډيلي کې د هندوپال بي جي پي ګوند حکومت ويلي، د مسلمانانو اکثريت دې سيمې ته د ځانګړې حالت لغوه کول، نور هند کې د کشمير ورګډولو لپاره اړين وو.
د هند سترې محکمې هغه جزئي کورواکي، چې د بريتانيا ښکېلاکي واکمنۍ پای کې کشمير ته ورکړل شوې وه، لنډمهالې بللې ده.
افتخار خان له اسلام آباده :