د کابل-جلال اباد پر لویه لار خونړۍ ترافیکي پېښه

د کابل-جلال اباد پر لویه لار خونړۍ ترافیکي پېښه
د خپرېدو وخت

د تېرې جمعې پر ورځ د کابل-جلال اباد پر لویه لار سیند ته یو غورځېدلی موټر نن یکشنبه را ایستل شوی دی.‌ بي‌‌‌بي‌سي ته معلومه شوې چې په دغه کورلا ډوله موټر کې درېیو سړیو، دوو ښځو او دوو ماشومانو سفر کاوه او دا چې په دې پېښه کې ټول مړه شوي دي.

کورنۍ یې وايي،‌‌ تر دې دمه یوازې د یوه ماشوم مړی له سینده را ایستل شوی او د نورو لټون روان دی. دا پېښه د سورۍ تېږې ساحه کې شوې ده.

د تېرې جمعې پر ورځ د کندوز-امام صاحب ولسوالۍ ترمنځ پر لویه لار هم په یوه ترافیکي پېښه کې ۵ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي وو.

تېره شپه بیا په غزني کې له لارۍ سره د یوه مساپر وړونکي موټر د ټکر پېښه کې دوه کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي.

په افغانستان کې هر کال سلګونو کسانو ته په ترافیکي پېښو کې مرګژوبله اوړي.

خراب سړکونه، د چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتېدل د دغو ترافیکي پښو لوی لاملونه بلل کېږي.