تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران او امریکا هوکړې ته د جګړهځپلو لبنانیانو خوشالي
د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو هوکړه د جګړه ځپلو لبنانیانو له هرکلي سره مخامخ شوې.
د لبنان په سویل کې د برج رحال په نوم د یوه پنډغالي اوسېدونکي تر هغې وروسته کوڅو او سړکونو ته راووتل، چې د هوکړې خبر خپور شو.
تهران ټينګار کوي چې که د دایمي اوربند هوکړه کېږي، نو پر لبنان هم باید د اسرائيل بریدونه ودرول شي.
همدا نن هم د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې د ترکیې، مصر او عراق له بهرنیو چارو وزیرانو سره تلیفوني خبرو کې پر دې غږېدلی چې اسرائيل باید پر لبنان بریدونه ودروي.
د یادونې وړ ده چې اسرائيل او حزبالله تر دې دمه د اوربند غوښتنه له پامه غورځولې او تر دا پرونه یې پر یو بل بریدونه جاري ساتلي.