تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د انلاین درغلۍ افغان قرباني: 'د کورنۍ د سرو غوږوالۍ مې وپلورلې'
د انلاین درغلۍ افغان قرباني: 'د کورنۍ د سرو غوږوالۍ مې وپلورلې'
د خپرېدو وخت
افغانستان کې د یوه اپلیکېشن کاروونکي ادعا کوي چې له همدې لارې ور سره درغلي شوې او زرګونه ډالر ترې وړل شوي دي. دوی وايي، په دې اپلیکېشن کې یې د پانګونې او د ډیجیټل اسعارو د امتیاز ترلاسه کولو په تمه پیسې جمع کړې وې، خو اوس یې پیسې له لاسه وتلې او لاسرسی ورته نه لري. زیانمن شوي کسان د افغانستان له بېلابېلو سیمو او ان له هېواده بهر دي. دا لا څرګنده نه ده چې د دې کار تر شا کسان په کوم هېواد کې دي، خو د اټکل له مخې سلګونه زره ډالر غلا شوي دي.