د نیلي الماسو یو نادر غمی په څه باندې ۴۳ میلیون ډالرو وپلورل شو

نادر

د عکس سرچینه، REUTERS

د خپرېدو وخت

جینیوا کې د ګاڼو او هنري اثارو د لیلامۍ کرېسټي بنسټ کې د خورا نادرو نیلي الماسو یو غمی په څه باندې ۴۳ میلیون ډالره پلورل شوی دی.

د رپوټونون له مخې دغه ۱۷ اعشاره ۶۱ قیراط ناک شکله 'بلیو رویال' غمی چې په یوه ګوته لګول شوي، په ۴۳ اعشاریه ۸ میلیون ډالر وپلورل شو.

کرېسټي ویلي دا د بولۍ په تاریخ کې تر ټولو ستر،‌ روڼ او نفیس نیلي غمی دی، چې خرڅلاو ته وړاندې کېږي.‌

دا غمی تر ۵۰ کلونو ډېره موده په شخصي کلکسیون کې ساتل شوی او په لومړي ځل لیلامۍ ته وړاندې کېده.

د کرېسټي اعلامیه کې راغلي چې دا غمی تر دې دمه د موندل شویو دېرو نادرو الماسو له ډلې دی.

دا بنسټ‌ وايي د لیلامۍ په ۲۵۰ کلن تاریخ کې یې تر دې مخکې یوازې درې دانې د رنګارنګ نیلي الماسو غمي چې تر ۱۰ قیراطو درانه وو، په ۲۰۱۰ – ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو کې خرڅلاو ته وړاندې شوې دي.

د کرېسټي په وینا په ۲۰۱۶ کال کې یو ۱۴ اعشاریه ۶۲ قیراطه نیلي اوپېنهیمېر غمی په څه باندې ۵۷ میلیون ډالرو پلورل شوی و.‌

جینوا کې د کریسټي بنسټ د ګاڼو د برخې مشر ماکس فاوسېټ‌ اې‌اېف‌پي خبري اژانس ته یولي "ډېر زیات خوشاله یو."

هغه زیاته کړې "دا په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو ګرانبیه ګاڼه وه" چې د لیلامۍ دا بنسټ یې پلوري.‌

امریکا

د عکس سرچینه، PA MEDIA

کرېسټي تر دې یوه ورځ مخکې (دوشنبه) یو رولېکس ساعت چې امریکايي فلمي ستوري 'مارلون برانډو' په اپاکولېپس (اخیر الزمان) فلم کې په لاس کړی و، په ۵ میلیون ډلاره وپلوره.

کرېسټي وايي،‌ د دغه ساعت پر شا "اېم. برانډو" نوم حک شوی و.

دغه بنسټ اوس د مرواریدو یو غاړکۍ هم په انلاین ډول بولۍ ته وړاندې کړې، چې 'اودري هېپ‌بورن' د رومن‌هالېډی فلم په وروستۍ صحنه کې په غاړه کړې وه.‌

پر دې غاړکۍ بولۍ د نومبر له ۳مې تر ۱۶مې دوام کوي.‌