اسټرالیا کې د چورلکې لوېدو درې امریکايي سمندري پوځیان وژلي

د خپرېدو وخت

په اسټرالیا کې د پوځي تمرینونو پر مهال د یوې پوځي چورلکې لوېدو کې درې امریکايي سمندري پوځیان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

اېم‌وي-۲۲بي اوسپرې الوتکه هغه مهال راولوېده چې شمال کې لیرې ډاروېن ټاپو ته پر لاره وه.‌ ویل شوي د پنځو سمندري ځواکونو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

دوی د (پرېډاټور ځغاستې) په نامه عملیاتو کې ګډون درلود چې د امریکا، اسټرالیا، فیلیپین، ختیځ تیمور او اندونیزیا ۲۵۰۰ پوځیان پکې ګډون لري.

په الوتکه کې یوازې امریکایان وو.

پېښه په میلوېل ټاپو کې چې د شمالي سیمو پلازمېنې ډاروېن په شمال کې پرته ده، د یکشنبې په ورځ رامنځ ته شوې ده.

د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیز دا یوه غمجنه پېښه بللې ده او وايي چې د ټپیانو د درمللو لپاره به هر ډول مرسته وکړي.

د اسټرالیا دفاع وزارت ویلي، پېښه کې د دوی هېڅ کوم پوځي نه دی خوږ شوی.

د اسټرالیا شمالي سیمې په وروستیو کلونو کې د امریکايي پوځ لپاره مهمې ګڼل شوې دي او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې په اسیا او ارام سمندر کې د چین د ډېرېدونکي نفوذ مخه ونیسي.

یوه سیمه ییز پولیس کمېشنر میکایل مورفي ویلي: "پنځه سمندري ځواکونه ډاروېن ته د درملنې لپاره بېول شوي، خو د پاتې کسانو درملنه د پېښې په ځای کې کېږي".

"پولیس او اضافي دفاعي ځواکونه په میلوېل ټاپو کې د عملیاتو او د ټپیانو د درملنې د ملاتړ او ډاروېن ته د رالېږدولو لپاره لاس په کار شوي او هلته څېړنې روانې دي."

دا په خپل ډول کې دویمه مرګونې پېښه ده چې د اسټرالیا شمال کې څه باندې یوه میاشت کې د ګډو تمریناتو پرمهال رامنځ ته کېږي.

د جولای پر ۲۹مه، باور کېده چې څلور اسټرالیايي پوځیان وروسته تر هغه ووژل شول، چې اېم‌ار‌ اېچ-۹۰ ۴۵ تیپان ډوله الوتکه یې کوینز لېنډ ساحل ته څېرمه ولوېده.

دوی د Talisman Sabre په نامه تمریناتو کې ګډون درلود. دا د اسټرالیا او امریکا ترمنځ تر ټولو لوی پوي دوه اړخیزه تمرینونه دي.

اوسپرې یو ډول برېښنايي الوتکې دي چې د چورلکې او ټوربین لرونکې الوتکه یې سره یو ځای کړې ده او د دودیزې چورلکې پرتله ډېره چټکه ده.

خو دا الوتکه یو څه مشکوک تاریخ هم لري، ځکه چې تېر کال ناروې کې ددې الوتکې پېښې څلور سمندري ځواکونه ووژل.

په ۲۰۱۷ کال کې هم په یوه ورته پېښه کې درې نور پوځیان هغه مهال ووژل شول چې د الوتکې شاتنۍ برخه یې د اسټرالیا شمال ته له یوې تلونکې بار وړونکې الوتکې سره وجنګېده.‌