یوې امریکايۍ دوه ورځو کې دوه ماشومان زېږولي

baby

د عکس سرچینه، ANDREA MABRY/UNIVERSITY OF ALABAMA AT BIRMINGHAM

د خپرېدو وخت

یوې امریکایۍ ښځې چې دوه رحمه لري، دوه ماشومان په دوو ورځو کې زېږولي دي.

نړۍ کې ډېرې کم شمېر ښځې دوه رحمه لري چې د ډاکټرانو له خوا کم ساری یاد شوي.

۳۲ کلنې کیلي هچر د الاباما یونورسټۍ په روغتون کې یوه لور د سه شنبې پر ورځ او بله د چارشنبې پر ورځ وزېږوله.

هغې د خپلو دوو ماشومانو د زېږون دا حیرانوونکی خبر پر خواله رسنیو خپور کړی او له ډاکټرانو یې د هغوی د زحمتونو مننه کړې ده.

دا دوه ماشومان غبرګونې خویندې دي، چې په دوو بېلابېلو ورځو کې له دوو رحمونو زېږېدلي.

آغلې هچر د ځان او غبرګونو د روغتیايي وضعیت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې درېواړه له روغتونه کور ته راستنې شوي او "د کرسمس له رخصنیو خوند اخلي"

نوموړې له وړاندې هم دا تمه لرله، چې ماشوم به یې له کرسمس مخکې نړۍ ته راځي خو تمه یې نه وه چې دواړو رحمونو کې به یې ماشومان وي.

آغلې هچر ته په ۱۷ کلنۍ کې ډاکټرانو ویلي و چې، دوه رحمه لري.

نړۍ کې ۰،۳ سلنه ښځې دوه رحمه لري، او دا ډول زېږون د ډاکټرانو له خوا د کم ساري زېږون په نامه یادېږي.

baby

د عکس سرچینه، UNIVERSITY OF ALABAMA AT BIRMINGHAM

د الاباما یونورسټۍ روغتون وايي، ډېرو کمو میندو کې له دواړو رحمونو د مینداوره کېدو احتمال شته.

د دې روغتون د رپوتونو له مخې، په یوه میلیون میندو کې یوه مور له دواړو رحمونو میندواره کېږي.

په ۲۰۱۹ کال کې بنګله دېش کې یوې ډاکټرې بي بي سي ته ویلي و چې، یوې ښځې بې مودې ماشوم وزېږاوه او له هغې یوه میاشت وروسته یې له بل رحمه دوه نور غبرګوني وزېږول.

آغلې هچر وايي، له دې وړاندې یې درې ځله میندواره شوې او عادي ميندواري یې تجربه کړې، د داسې میندواره کېدو تمه یې نه درلوده.

له معاینې وروسته ورته مالومه شوې، چې په دواړو رحمونو کې یې ماشومان دي.

د هغې په وینا:"‌ژوره ساه مې واخیسته........ باور مې نه شو کولی."

پرفیسر ریچارد دیویس د نسايي ولادي برخې مشر و ویلي، چې د هر ماشوم د ودې لپاره فضا ډېره وه او هر یوه له خپل پراخ ځایه خوند اخیستی.

د هغه په خبره، دا له دې امله چې هر یو ماشوم په جلا رحم کې و.

د هچر د ماشومانو زېږول په ۳۹ اوونۍ کې راپیل شول او د یوه عادي ولادت دوه برابره کارمندان ورته ولاړ وو.