تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فوټبال نړیوال جام؛ په قطر کې د نړیوال جام په لوبغالو کې د الکولي څښاکتوکو پلور منع شو
وروسته تر هغه چې فیفا د نړیوالو سیالیو له پیل دوه ورځې مخکې خپل تګلاره بدله کړه، ورسره به په قطر کې د نړیوال جام په اتو لوبغالو کې الکولي مشروبات هم ونه پلورل شي.
په داسې حال کې چې په دغه اسلامي هېواد کې د الکولو پلور په کلکه څارل کېږي، ټاکل شوې وه چې "د لوبغالو دننه په ټاکلو سیمو کې" به د الکولو کارولو ته اجازه وي.
خو په ټورنمنټ کې د سټېډیمونو په یو شمېر ځانګړو سیمو کې، لاهم کسان کولی شي له ځینو ټاکل شویو شرکتونو الکول واخلي.
د فوټبال نړیوال جام د یکشنبې په ورځ د قطر او اکواډور ترمنځ په لوبې سره پیلېږي.
د فیفا لوی سپانسر بوډویزر (Budweiser ) په نړیوال جام کې د بیر پلورلو ځانګړي حقونه درلودل.
د فوټبال نړیوالې ادارې له خوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي، "د کوربه هېواد چارواکو او فیفا ترمنځ د خبرو اترو وروسته، پرېکړه وشوه چې د فیفا مینه والو فېسټیوال، د مینه والو نورو ځایونو او جواز لرونکي ځایونو کې د الکولي مشروباتو پر خرڅلاو تمرکز وشي او د قطر ۲۰۲۲ نړیوال جام کې د لوبغالو له څنډو د بیر د پلور ځایونه لېرې کړي."
"د بډ زیرو (Bud Zero ) پر پلور کومه اغېزه نه ده شوې او د قطر په ټولو نړیوال جام لوبغالو کې به شته وي. دا څښاک الکول نه لري.
د چارواکو په وینا "د کوربه هېواد چارواکي او فیفا به د دې ډاډ ترلاسه کولو ته دوام ورکړي چې لوبغالي او شاوخوا سیمې د ټولو مینه والو لپاره په زړه پورې وي.
خو د فوټبال د ملاتړو ټولنې (FSA) د ډېری مینه والو لپاره د بیر پلور منع کولو پرېکړې، پر وخت نیوکه کړې ده.
د فوټبال ملاتړو ټولنې د ویاند په وینا د فوټبال یو شمېر مینه وال د لوبو پر مهال د بير څښل خوښوي. اصلي خبره دا ده چې اوس په وروستیو شېبو کې نظر بدل شوی. خو د مینه والو په اړه د تنظیم کوونکو له خوا بشپړه روښانتیا نشته.
دی وايي، " که دوی پرته له کومه سپیناوي په داسې حالت کې خپل نظر بدلولای شي، نو د استوګنې، ترانسپورټ یا کلتوري مسلؤ په اړه د مینه والو اندېښنه هم د پوهاوي وړ ده."